1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د منځني ختیځ له پاره له جلا هیوادونو پرته بل پلان نشته»

۱۳۹۶ شهریور ۸, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه د اردن سیند لویدځه غاړې ته په خپل لومړي سفر کې ګوتاریس د اسرائیل له خوا د هستوگڼو جوړلو پر ضد خبرې وکړې. هغه د اسرائیل او فلسطین د شخړې د حل له پاره د دوه جلا دولتونو د نظریې ملاتړ وکړ.

https://p.dw.com/p/2j4ro
Palästina Guterres im Gaza-Streifen
انځور: Reuters/M. Salem

د سه شنبې په ورځ د فلسطین د خپلواکې ادارې په مرکز رام الله، کې د فلسطین له مشر رامي حمدالله او تر دې یوه ورځ وړاندې د اسرائیلو له مشرانو سره په یوه کتنه کې انتونیو ګوتاریس، د دوو جلا دولتونو د جوړولو له نظریې خپل بشپړ ملاتړ وښود. د دې ملاتړ هدف دا دی ترڅو د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د لسیزو راهیسې روان کړکیچ ته د پای ټکی کیښودل شي.

نوموړي په داسې حال کې چې دغه څه یې په دې سیمه کې د تل پاتې سولې تر شا اصلي لامل وګڼه وویل چې «د دوو دولتونو د رامنځ ته کولو پرته بل پلان نشته».

د ملګرو ملتونو نوي ټاکل شوي سرمنشي دې سیمې ته په خپل لومړي سفر او د فلسطین او اسرائیلو د لانجې د حل په هکله وویل: «د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه د هغه څه له پاره چې زه فکر کوم مهم دي، زه به یې ترسره کړم. د دوو دولتونو رامنځته کول یوه جدي سیاسي لړۍ ده او په ورته وخت کې دغه داسې جدي لړۍ ده چې له امله یې د فلسطینیانو د ژوند حالت کې مثبت تغییر راتلی شي. هر څه چې زه یې د کولو وړتیا لرم، زه په ژوره توګه هغه ته تشویق شوی یم ترڅو خپلې ټولې هڅې وکړم.»

له ګوتاریس سره تر خپلې کتنې وروسته د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه وکړه چې د اردن سیند له لویدځې غاړې به د هستگڼو د جوړولو له اقدام څخه پر شا نه شي.  د ملگرو ملتو عمومی منشي زیاته کړه چې په اشغالي سیمه «د اردن سیند لویدیځه غاړه» کې د اسرائیلو فعالیتونه د نړیوالو قوانینو په رڼا کې ناقانونه دي او دغه څه د کړکیچ د پای ته رسولو له پاره یو لوی خنډ دی.

د تیرو څو لسیزو راهیسې د اسرائیل ترڅنګ د یو خپلواک فلسطیني دولت رامنځته کول د نړیوالې ډیپولوماسۍ د هڅو اساس جوړوي. فلسطینیان د غزې د تراړې او ختیځ بیت المقدس سربیره د اردن سمندر لویدیځه غاړه د خپل یو راتلونکی دولت لپاره بیرته غواړي. دا په داسې حال کې ده چې اسرائیلو په ۱۹۶۷م کال کې دغه ټوله سیمه ونیوله خو په ۲۰۰۵م کال کې له غزې څخه بیرته په شا شول.

سربیره پر دې په دې وروستیو کې د اسرائیلو د حکومت او د سپینې ماڼۍ لخوا د دوو جلا دولتونو د رامنځ ته کولو نظریه یو ځل بیا داسې ښکاري چې له شک او تردید سره مخ شوې ده.

 د ملګرو ملتونو د سرمنشي ګوتاریس دغه څرګندونې د اسرائیلو له صدراعظم نیتانیاهو سره له لیدنې کتنې څخه وروسته عنوان کیږي. نتنیاهو د دوشنبې په ماښام  وویل چې اسرائیل به د اردن سمندر په لویدځه غاړه کې د هستوگڼود جوړولو له اقدام څخه په شا نه شي.