1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو د نوي عمومي منشي له پاره د «لومړیتوبونو» ټاکل

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۲۳, دوشنبه

د بشري حقونو سازمانونه وایي چې د ملګرو ملتونو نوی مشر باید د مهاجرت او اعدام موضوعګاني په خپل کاري لومړیتوبونو کې راولي. په روانه اوونۍ کې اته نوماندان د ملګرو ملتونو د مشرۍ له پاره خپل پروگرامونه وړاندې کوي.

https://p.dw.com/p/1ITEc
UN Logo und Hauptgebäude in New York
انځور: Getty Images/AFP/E. Dunand

د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار سازمان او د بشري حقونو نورو اتو سازمانونو د ملګرو ملتونو د نوي سرمنشي له پاره اته لومړیتوبونه وړاندې کړي دي. د روان کال په وروستیو میاشتو کې به د ملګرو ملتونو نوی عمومي منشي وټاکل شي چې د بانکی مون، ځای ناستې به شي.

د لومړیتوبونو دغه غیر رسمي نوملړ د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې وړاندې کیږي چې، د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه د دغه سازمان د مشرۍ له پاره د اته واړو نوماندانو پلانونه اوري او له هغوی څخه خپلې پوښتنې مطرح کوي. تمه کیږي چې نور کسان به هم د دې دندې له پاره ځانونه ونوموي.

په فهرست شویو لومړیتوبونو کې د یوه نوي تړون چمتو کول هم شامل دي چې «له مخې یې د کډوالو په برخه کې د هیوادونو دوامداره ونډه اخیستل او د هغوی له پاره د اوسیدو د ځایونو برابرول» شامل دي. دغو سازمانونو همداراز د هغو ادارو په اړه د یوې کره کتنې غوښتنه کړې ده چې په نړیواله کچه د کډوالو د مدیریت مسوولیت پر غاړه لري.

د بشري حقونو دغو سازمانونو ویلي دي چې د ملګرو ملتونو نوی سرمنشي باید هغو منشورونو ته رجوع وکړي چې له مخې یې په جګړو کې د ملکي وګړو ساتنه کیږي.

سازمانونو همداراز له نوماندانو څخه غوښتي دي چې د ټاکل کیدو په صورت کې د اعدام سزا له منځه تلو له پاره کار ته دوام ورکړي. د بخښنې نړیوال سازمان رپوټ ښيي چې په ۲۰۱۵ کال کې د اعدامونو په کچه کې ډیر زیاتوالی راغلی دی. په ځانګړې توګه بیا په ایران، پاکستان او سعودي عربستان کې د اعدامونو کچه لوړه شوې ده. په عین حال کې چین او امریکا متحده ایالات هم د اعدام سزا پلي کولو ته دوام ورکوي.

د اقلیتونو حقونه او جنسیتي برابری

د بشري حقونو دغو سازمانونو همداراز د ملګرو ملتونو له راتلونکي سرمنشي څخه غوښتي دي چې څنډې ته کړی شویو خلکو له حقونو څخه ملاتړ وکړي، جنسیتي برابري تأمین کړي او له قانون څخه د معافیت پر ضد کار وکړي.

هغوي ویلي دي چې د ملګرو ملتونو راتلونکی مشر باید د لویو ځواکونو او امنیت شورا پر وړاندې له دریدو سره لیوالتیا ولري او اجازه ور نه کړي چې د امنیت شورا غړي له مصوبو څخه د خپلمنځني اختلافاتو په موخه کار واخلي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له پاره له نوماندانو سره مرکې به له سه شنبې ورځې پیل شي.

تر اوسه پورې اته نوماندان

په تر اوسه پورې اعلان شویو نوماندانو کې د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) مشره ارینا بوکووا، د نیوزیلنډ پخوانۍ لومړۍ وزیره هلن کلرک او د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو پخوانی کمیسار انتونیو ګوترس، شامل دي.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د داسې سرچینو په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي دي چې د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، او د اروپايي ټولنې د بودجې د کمیسیون مشره کرستالینا ګیورګي، به هم ځان دغو مقام ته ونوموي. خو رپوټونه ښيي چې میرکل له دې مقام سره ډیره لیوالتیا نه لري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په رسمي توګه د دغه سازمان د عمومي غونډې د ۱۹۳ غړو له خوا ټاکل کیږي. خو د امنیت شورا ۱۵ غړي توصیه کوي چې کوم نوماند باید وټاکل شي او د دې شورا پنځه دایمي غړي (امریکا متحده ایالات، روسیه، چین، فرانسه او بریتانیا) بیا د یوه کس نوماندي ویتو کولای شي.

د اوسني سرمنشي بانکي مون، کاري دوره د ۲۰۱۷ کال په لومړیو ماشتو کې پای ته رسیږي او د هغه ځای ناستی به په همدې وخت کې خپل کار پیل کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب