1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان ته د سفر په هکه فکر کوي

۱۳۹۶ دی ۲۲, جمعه

په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان استازي د پنجشنبې په ورځ وویل چې له نږدې څخه د جنګ ځپلې افغانستان د وضعیت څارلو او له نوې ستراتیژۍ سره د مرستې له پاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې هیواد ته د سفر په هکله فکر کوي.

https://p.dw.com/p/2qjSs
UN-Sicherheitsrat in New York zu Situation in Nahost
انځور: Reuters/B. McDermid

په تیرو میاشتو کې افغانستان ته د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پینس او ځينو نورو لوړ پوړو امریکايي چارواکو تر سفر وروسته، په نیویارک کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماستر د سه شنبې په ورځ د امنیت شورا ۱۵ غړو هیوادونو سفیرانو ته د افغانستان په هکله معلومات ورکړل.

د رواني میاشتې له پاره د امنیت شورا مشري د قزاقستان پر غاړه ده. په امنیت شورا کې د قزاقستان استازي په دې هکله وویل: «موږ فکر کوو چې د امنیت شورا له پاره دا مهمه ده چې د [افغانستان] د رښتني وضعیت په هکله تازه معلومات ترلاسه کړو.» نوموړي زیاته کړه چې موږ غواړو چې دوی [د امنیت شورا] هلته [افغانستان] کې وضعیت احساس کړي او د افغانستان له حکومت سره په دغه هيواد کي پر موجوده اړتیاوو کار وکړي.»

د امنیت شورا د دې سفر د تاریخ په هکله معلومات نه دي اعلان شوي. دا به په تيرو اوو کلونو کي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا لومړی سفر وي.

د تیرکال په اګست میاشت کې د افغانستان په هکله د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه. هغه افغانستان ته د میشت ۱۱ زره بهرنیو سرتیرو ترڅنګ د نورو سرتیرو د ګومارلو ژمنه وکړه څو افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه او مشوري ورکړي.

مخکې له دې چې د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف د جنوري میاشتې پر۱۹نیټه د [امنیت] شورا د مشري له پاره نیویارک ته ولاړ شي، پتېیل شوې چې نوموړی به له ولسمشر ترمپ سره هم وګوري او د افغانستان موضوع به هم د اجندا په سر کې وي.

په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان سفیر د افغانستان په هکله د یوې کړنلارې غوښتنه وکړه کوم چې ډیر پر پرمختګ تمرکز وکړي او یووازې د امنیت تر ښه کولو پوري محدوده نه وي.

د امریکايي ځواکونو په ملاتړ، افغانستان د ۲۰۱۴م کال په پای کې د ناټو د جنګي ځواکونو تر وتلو وروسته، یو ځل بیا د طالبانو د ډیریدونکي تهدید د لمنځه وړلو په هڅه کې دی.