1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «ملي یووالي» د حکومت توافق لاسلیک شو

سيد رياض / آژانسونه۱۳۹۳ شهریور ۳۰, یکشنبه

دواړه کاندیدان د ملي یووالی د حکومت پر سر موافقې ته ورسیدل. په دې اړه په ارگ کې یوه غونډه جوړه شوې وه، چې داړو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د راتلونکي ملي یووالي د حکومت په اړه یوه توافق لاسلیک کړ.

https://p.dw.com/p/1DGN1
انځور: AFP/Getty Images

په دغه غونډه کې افغان ولسمشر حامد کرزي، یو شمیر نورو جگپوړو افغان چارواکو او همداشان یو شمیر جهادي مشرانو گډون درلود. د غونډې په پېل کې د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو ډاکټر عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د ملي یووالي د حکومت په اړه توافق لاسلیک کړ. تر هغې وروسته افغان ولسمشر دغې غونډې ته په خپله وینا کې وویل:


«ډیر د خوشحالۍ احساس کوم چې نن د افغانستان ملت د خپل آینده حکومت د جوړښت امضا ولیده. ډیر خوشحاله یم چې زموږ دوه محترم ورونه [اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله] په یوه افغاني تفاهم کې د دې وطن د خیر او ښېگڼې له پاره، د ترقۍ او هوساینې له پاره سره په مشورې د افغانستان له پاره د راتلونکي حکومت جوړښت تنظیم کړ.»


حامد کرزي په خپلو څرگندونو کې هیله وښوده چې د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو په هڅو او ښه حکومتدارۍ افغانستان سولې او ترقۍ ته ورسیږي، چې په وینا یې د افغانستان د خلکو د کلونو کلونو ارزو ده.

افغان ولسمشر په خپلو څرگندونو کې وویل چې په دې هڅو کې به دی، د ده مرستیالان د حکومت ملگري او جهادي مشران د افغانستان د عادي وگړو په شان همکاره وي.

د واک تقسيم

تر دې دمخه د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي د ټویټر په ټولنیزه شبکه په خپل پیغام کې لیکلي دي چې ولسمشرۍ ته دواړه کاندیدان اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي یووالي د حکومت په چوکاټ کې د واک د تقسیم پر سر یوې موافقې ته رسیدلي دي.

تر اوسه د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي په ټاکنو کې د بریا ادعا کوله. د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو په لومړي پړاو کې ډاکټر عبدالله عبدالله تر نورو ټولو کاندیدانو مخکښې وو، خو د مطلق اکثریت په لاس ته راوړلو نه وو توانیدلی.

پر دې اساس د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې دوهم پړاو ته وغځیدې او د جون میاشتې پر ۱۴ نیټه په ترسره شوو ټاکنو کې د لومړنیو پایلو له مخې اشرف غني احمدزی له خپل سیال ډاکټر عبدالله څخه مخکې وو. خو عبدالله د ټاکنو لومړنۍ پایلې و نه منلې او ادعا یې وکړه چې په ټاکنو کې په «پراخه کچه درغلۍ» شوي دي.

نن د ټاکنو پایلې هم اعلانیږي

تر هغې وروسته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، کابل ته سفر وکړ او د هغه په منځگړتوب د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو د ټولو رایو چې شاوخوا اته میلیونه کیږي، د ارزولو او بیا شمیرلو پر سر توافق وکړ.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د سپتمبر میاشتې ۲۲مه) به د ټاکنلو پایلې اعلان کړي. په پام کې وه چې دغه پایلې په اصل کې د جولای میاشتې پر ۲۲ مه نېټه اعلان شوای وای.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پر سر ناندریو د ناټو اتحاد هم تر فشار لاندې راوستی دی. په افغانستان کې د ناټو جنگي ماموریت د روان میلادي کال تر پایه ختمیږي. تر هغې وروسته د ناټو بل ماموریت چې د افغان امنیتي ځواکونو روزل او هغوی ته سلا مشورې ورکول دي، د نوي ولسمشر پر کار پيلولو پورې تړلی دی. نوی افغان ولسمشر باید د امریکا متحده ایالاتو او ناټو سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي، چې د ناټو د نوي ماموریت د پیلیدو له پاره اساسي شرط دی.