1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملي یووالي حکومت تړون دوه کلن شو. خو لویه جرګه؟

۱۳۹۵ مهر ۸, پنجشنبه

د افغانستان د ملي یووالي حکومت به د هغه د جوړیدو د تړون مودې تر پای ته رسیدو وروسته هم خپل کار ته دوام ورکړي. افغان حکومت په تیرو دوو کلونو کې له طالبانو سره په جګړه بوخت وو او د خپلو ژمنو په پلي کولو کې پاته راغلی.

https://p.dw.com/p/2Qips
Einigung über Einheitsregierung in Afghanistan unterzeichnet 21.9.2014
انځور: Reuters

د ملي یووالي حکومت تړون د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، په منځګړیتوب په ۲۰۱۴م کال کې د افغانستان تر اوږدو او جنجالي ټاکنو وروسته، لاسلیک شو. د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دواړو کانديدانو اشرف غني او عبدالله عبدالله، د بریا ادعا کړې وه، خو د امریکا د وزیر له خوا په رامنځ ته شوي تړون کې اشرف غني د ولسمشر او عبدالله عبدالله د اجرائيه رئیس په توګه ونومول شول.

په تړون کې راغلي ول چې غني او عبدالله د تړون تر لاسلیکیدو وروسته به په دوو کلونو کې انتخاباتي اصلاحات، الکترونکي تذکري وویشي، پارلماني او د وسلوالیو شوراګانو انتخابات به وکړي. په تړون کې دا هم راغلي دي چې د ملي یووالي حکومت به د دوو کلونو په منځ کې د اساسي قانون لویه جرګه را وبلي، چې په افغانستان کې به د لومړي وزیر رامنځ ته کیدل تائيد کړي او عبدالله عبدالله به دغه دنده پر غاړه واخلي.

خو د دغو ژمنو يوه يې هم تر اوسه پوري پوره شوې نه ده.

د ملي یووالي حکومت د دوه کلني دورې تر بشپړیدو لږ مخکې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، یو ځل بیا افغانستان ته راغی او ټینګار یې وکړ چې دغه حکومت د دوو کلونو له پاره نه، بلکي د پنځو کلونو له پاره جوړ شوی دی.

د ملي یووالي حکومت په خپله دوه کلنه دوره کې تر ډیره له طالبانو سره په جګړه کې بوخت پاته شوی. پر دې سربیره اداري فساد او اقتصادي ستونزې هم دې حکومت ته لوی خنډونه دي. په هیواد کې ډېر کسان د دغو ټولو ستونزه پړه د حکومت د دواړو مشرانو تر منځ پر شته ستونزو او د نظر پر اختلافاتو باندې اچوي.

په وروستیو وختونو کې عبدالله عبدالله په حکومت کې پر خپل شریک اشرف غني باندې سختې نیوکې وکړې. داسې ښکاري چې دغو نیوکو تر یوه حده پورې پایلې لرلې وي. د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري، په وروستیو وختونو کې وویل چې ولسمشر د ټاکنو د ریفورم موضوع نهایي کړې ده او د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو د ترسره کولو له پاره عملي ګامونه پورته شوي دي.

عبدالله عبدالله هم د سه شنبې په ورځ ټینګار وکړ چې یوازې د لویې جرګې په نه رابللو سره به د حکومت کار پای ته و نه رسیږي.

عبدالله عبدالله وویل: «اجرائيه وي ریاست به په ټول صلاحیت سره د حکومت د پاتې دورې له پاره خپل کار ته دوام ورکړي.»

داسې ښکاري چې د اساسي قانون د لویې جرګې راغوښتل او د الکترونیکي تذکرو ویشل او د پارلماني انتخاباتو په لاره اچول به ډیر وخت ونیسي.

نور مطالب