د مقدونیې پولیسو ۹۶ مهاجر په یوه لارۍ کي موندلي دي
۱۳۹۵ تیر ۱۶, چهارشنبهاعلان
چارواکو په سه شنبه ورځ (د ۲۰۱۶م کال د جولای میاشتې په ۶مه نیټه) خبر ورکړ، چي دغه کډوال په غیرقانوني توگه له یونان څخه مقدونیې ته راداخل سوي ول او د پولیسو گزمې هغوی د هیواد په لویه لار کي وموندل. خو کله چي پولیسو لارۍ تلاشي کوله، موټرچلوونکی یې تښتیدلی وو، او مهاجر یې یوازي پرې ایښي وو.
له هغه وخت راهیسي چي بلکان هیوادونو د روان کال په مارچ میاشت کې خپلي پولې د کډوالو پر مخ وتړلې، نو ډیر کډوال هڅه کوي چې ځان له دې لارې نورو اروپايي هیوادونو ته ورسوي.
تیره عیسوي میاشت یوناني چارواکو د مقدونیې له سرحد سره په ایدومیني کې د کډوالو کمپ تخلیه کړ. د دغه کمپ کډوال هیله لري چي له مقدونیې سره به سرحد بیرته پرانیزې او هغوی به وکړای سي چې د اروپا پر لور خپل سفر ته ادامه ورکړي.