د مصر پوځ مرسي له واکه ليري کړ
۱۳۹۲ تیر ۱۲, چهارشنبه
د مصر د پوځ مشر عبدالفتاح السيسي د چهارشنبې په ماښام (۲۰۱۳ کال د جولای ۳) د دغه هیواد د تلويزيون له لاري اعلان وکړ چي جمهور رئيس محمد مرسي نور له واکه ليري سو او د دغه هيواد چاري د لنډي مودې له پاره د اساسي قانون ستره محکمه پر مخ وړي. هغه دغه راز د جمهوري رياست د نوو ټاکنو اعلان هم وکړ.
د فرانسې د خبري آژانس په حواله په قاهره کي پوځ د جمهور ئيس مرسي د پلويانو مخنیوی د زغروالو ټانکونو په مرسته سره کړی دئ. د مصر خبري آژانس «مينا» د دغه هیواد د نصر ښار په ځينو سيمو لکه هليو پوليس او پوهنتون ته څېرمه سيمو کي د ځای پر ځای کېدو خبر ورکړی دئ.
ويل کيږي چي پخوانی ولسمشر محمد مرسي د قاهرې په يوه سيمه کي د جمهوري رياست د ګارد په یوه قرارګاه کي ساتل کيږي. د مرسي امنيتي سلاکار عصام الحداد، پر پوځ باندي د کودتا تور لګولی دئ.
نوموړي د فيسبوک له لاري خبر ورکړی دئ، چي «په مصر کي د پوځ دغه اقدام ته بايد د کودتا نوم ورکړل سي».
د چهار شنبې په ورځ تر غرمې وروسته د مصر د پوځ هغه ضرب الاجل پاته ورسېد چي مرسي ته ئې په دغه هيواد کي له احتجاج کوونکو سره د جوړ جاړي له پاره ورکړی وو..
پوځ ويلي ول که مرسي د دغه ضرب الاجل تر وروستۍ شبې پوري له احتجاج کوونکو سره کوم جوړ جاړي ته و نه رسيږي پوڅ به خپل پلان عملي کړي. خو مرسي د سه شنبې په ماښام ملت ته په يوه تلويزيوني وينا کي خپله استعفا په کلکه رد کړه او وئې ويل چي هغه د مصريانو په آزادو او عادلانه ټاکنو کي د دغه هیواد جمهور رئيس ټاکل سوی دئ.
مرسي همداراز په دغه وينا کي پر خپلو تيروتنو باندي هم اعتراف وکړ او وئې ويل چي له مخالفينو سره به خبري وکړي او حتی په خپله کابينه کي به بدلون راولي. مرسي په ورستیو ورځو کي حتی د يوه ملي ائتلافي حکومت د جوړولو وعده هم کړې وه.
د چهارشنبې په ورځ تر غرمې وروسته د مرسي د مخالفينو استازی محمد البرادعي د پوځ له استازو سره وکتل تر ځو د مرسي د پلويانو او مخالفينو تر منځ د وينو بهېدو مخنيوی وسي. د سعودي عربستان ستر مفتي شېخ عبدالعزيز الشېخ پر ټولو غاړو ږغ کړی دئ چي د زورزياتي مخه ونيسي.
رويترز خبري آژانس د سه شنبې په ورځ د مصر د پوځي کړيو په حواله خبر ورکړی وو، چي د مصر پوځ غواړي چي په اساسي قانون کي بدلون راولي او پارلمان د اسلاميستانو له تسلطه خلاص کړي.
پوځ ويلي ول تر هغه وخته پوري چي يو نوی اساسي قانون جوړيږي، له سياسي گوندونو او کارپوهانو څخه بايد يوه غير پوځي انتقالي شورا جوړه سي او د هيواد چاري پرمخ بوزي.
د مصر پوځ دغه ويلي ول چي د دغه هيواد په اساسي قانون کي بايد د څو مياشتو په ترڅ کي بدلون راسي. تر هغه وروسته بايد يو نوی جمهور رئيس وټاکل. نوي پارلماني ټاکني به هغه مهال ترسره سي چي د کانديدانو د انتخابولو له پاره سخت قوانين رامنځ ته سي.