1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مسکو په چاودنو کي 34 کسه وژل سوې او په لسهاو نور ټپيان دي

۱۳۸۹ فروردین ۹, دوشنبه

نن سهار د مسکو تر مځکي لاندي د اورګادو په دوو ستېشننو کي د دوو جلا جلا چاودنو په ترځ کي ګڼ شمېر خلک وژل سوي او ټپيان دي...

https://p.dw.com/p/MgZY
د مسکو په ميترو کي د چاودنو قربانيان د روغتون په لور لېږدول کيږي
د مسکو په ميترو کي د چاودنو قربانيان د روغتون په لور لېږدول کيږيانځور: AP

داسي ګوماکيږي، چي دغه چاودني د ترهګرو کار وي. د روسې امنیتي مامورینو ددغي پيښي څخه وروسته سمدستي په څارنو لاس پوري کړی دی.

دغه خبره دروسې دڅارنوالي يوه ویاند کړې. د انتر فاکس دخبر رسولو د آژانس په یو رپوټ کی ويل سوی دی، چي کيدای سي دغه ګوزارونه ځانمرګي بريدونه وي .

لکه څنګه، چي په روسیه کي د مصيبتونوسره دمبارزي دچارو د وزارت يوه ویاند د آژانس فرانسپرس له يوه خبرياله سره په مرکه کي ويلي دی، په لومړۍ چاودنه کي چي دLubjanka د ښار تر ځمکي لاندي ګاډو په تم ځای کي، په داسي وخت کي سوي، چي ډیر خلک خپلو کارونو ته روان و لږ تر لږه 23 کسه وژل سوي او 12 کسه نور ټپيان دي. خو په دوهمه چاودنه کي چي د Park Kultury تر ځمکي لاندي ، اورګاډو په تم ځای کي سوې ، 12 کسه وژل سوي او 15 نور ټپیان سوي دي.

د چاودنو ددغه پيښو څخه وروسته سمدستي دپوليسو له خوا ډيرواورګاډوته د تګ راتګ لاري تر څارني لاندي نیول سوي، او د څرخي الوتکو له خوا د پيښي شاوخوا سيمي څارل کيږي.

د روسيې د څارنوالي یوه ویاند ويلي دي، چي ددغه هيواد دترهګري د جزايي قانون د 205 مادې له مخه ددغي پيښي په هکله څارني پيل سوي دي. په لومړيو رپوټونو کي، چي ددغه پيښي په هکله خپاره سوي ول،ويل سوي و، چي ښايي ددغه چادونو له امله 40 کسه وژل سوي وي.

د شپږو کالو راپدیخوا دا لومړی ځل دی چي يوار بيا د مسکو په مترو کي چاودني سوي. په 2004 ميلادي کال کي د مسکو په مترو کي د ځانمرګي ګوزار په پېښه کي لږ تر لږه 40 کسه وژل سوي ول. په هغه وخت کي ددغي پيښي مسولیت د شمالي قفقاذ اسلامي تند لارو په غاړه اخستی وو.

دچچنيستان تندلارو مسلمانانو هم څو څو واري په مسکو کي ګوزارونه کړي دي. د تير کال د نومبر په مياشت کي هم د روسيې په شمال لويدځه خوا کي پر یوه چټک اورګاډی باندي يو ګوزار سوی و چي 26 کسه په دغه پېښه کي وژل سوی ول . ددغي پيښي مسولیت هم تند لارو مسلمانانو په غاړه اخيستي و.

د مسکو څخه په وروستيو خبرونو کي ويل سوي، چي ښايي د نن ورځي ترهګر ګوزارونه د دوو مېرمنو کار وي.

AG/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل