1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مسکو غونډه به د افغانستان له پاره څه پایلي ولري؟

۱۳۹۶ فروردین ۲۴, پنجشنبه

سبا به مسکو د افغانستان په اړه د یوې غونډي کوربه وي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دوی به دې غونډي ته له دې پیغام سره ورشي، چې ترهګر باید پر ښو او بدو و نه وېشل شي.

https://p.dw.com/p/2b6Xo
Russland Moskau Kreml bei Sonnenuntergang
انځور: Imago/Russian Look

د جمعې په ورځ(۲۰۱۷م کال د اپريل۱۴مه) په مسکو کې د چین، مرکزي اسیا او یو شمیر نورو هیوادونو استازي راټولیږي، څو د افغانستان د وضعیت په اړه سلا مشورې وکړي. په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت استازی هم ګډون کوي.

په مسکو د افغانستان سفارت ويلي دي چې د افغان پلاوي مشري به د بهرنيو چارو وزارت د سياست او ستراتيژي مدير محمد اشرف حيدري کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغنی، له دویچه ویله سره په خبرو کې د غونډې په اړه وویل: «په غونډه کې زموږ یو پیغام دا دی چې د ترهګرو ډلو تر منځ باید نور توپیر و نه شي. او ترهګري ډلې باید پر ښو او بدو تقسیم نه شي.»

د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې د ترهګرو ډلو تر منځ پر نه توپیر باندي ټینګار کوي چې په دې وروستیو وختونو کې ځينو امریکایي چارواکو د روسیې او طالبانو تر منځ د نزدېوالي په اړه خبري ګړي دي.

ځيني کارپوهان وایي چې روسیه د افغانستان له لاري د منځني اسیا هیوادونو ته د ترهگري ډلي داعش د فعالیتونو له احتمالي غځیدو ویره لري، او له همدې کبله غواړي د طالبانو په مرسته د دې ډلې مخه ونیسي. طالبان او داعش یو له بله بیل اهداف لري او په افغانستان کې وخت نا وخت د دواړو ډولو د پلویانو تر منځ نښتي هم کیږي.

پخوانی افغان دیپلومات او د افغانستان د چارو کارپوه، احمد سعیدي، په دې نظر دې چې د «اسلامي دولت» په اړه اندېښنې ښايي له افغانستان سره په وروستیو وختونو کې د روسیې د علاقي د ډیریدو یو له لاملونو څخه وي.

هغه وویل: «روسیه اندېښنه لري چې امکان لري داعش د لویدیځو هیوادونو په مرسته مرکزي اسیا ته ورسیږي. له دې کبله چې د مرکزي اسیا هیوادونه د روسیې مقناطیسي سیمې دي، نو روسیه غواړي په هر قیمت د دې موضوع مخه ونیسي.»

د غونډي لاس ته راوړني به څه وي؟

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د مسکو غونډي په شان اقدامات کولای نه شي چې د افغانستان د سولي د بهیر ځای ونیسي خو کولای شي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرو اترو ته لار اواره کړي. د وزارت ویاند روښانه کړه چې افغان حکومت به په دې غونډه کې هم پر طالبانو باندي د سولې له بهیر سره د یو ځای کیدو غږ وکړي.

په غونډه کې به د افغانستان بله غوښتنه د ترهګرو د پټنځایونو له منځه تلل وي. افغان حکومت پر پاکستان باندي تور لګوي چې د کابل مخالفینو ته پټنځایونه برابروي خو اسلام آباد بیا تل دغه تور لګوي او ادعا کوي چې افغانستان د اسلام آباد د حکومت مخالفینو ته ځای ورکړی دی.

د سعیدي په خبره، په مسکو کې د جمعې ورځي غونډي تر ټولو لویه لاس ته راوړنه به دا وي چې افغان حکومت به د افغانستان په اړه د روسیې له موفقه خبر شي. دا کارپوه په دې باور دی چې په اوسنې وخت کې د دې موضوع اهميت ځکه ډیر دی چې کابل لا تر اوسه پوري هم نه پوهیږي چې د ولسمشر دونالد ترمپ په مشرتوب د امریکا نوی حکومت د افغانستان په اړه کوم سیاست غوره کوي.

هغه وویل: «افغان حکومت هیڅ ډاډه نه دی چې ترمپ به په خپلو سیاستونو سره افغانستان برخلیک ته ورسوي نو له دې کبله هغوی وایي چې د امریکا متحدو ايالاتو متحدین دي خو په عین وخت کې باید په روسیه کې خپل سیمه ایز دوستان هم له لاسه ور نه کړي.»