1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مرکزي افريقا جمهوريت ته د سوله ساتي ځواک لېږل

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۱۳, سه‌شنبه

په مرکزي افریقا جمهوریت کې د مسلمانو او عیسوي ملیشو تر منځ د تاوتریخوالي پیښې ادامه لري. له دې کبله ملگري ملتونه غواړي چې دغه هیواد ته ۱۰ زره سوله ساتي عسکر او همداشان ۱۸۰۰پوليس واستوي.

https://p.dw.com/p/1BJE6
انځور: Reuters

د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کې د دغه سازمان عمومي منشي بان کی مون پر دې خبره ټینگار کړی دی چې یوازې په پوځي اقداماتو سره دغه کړکېچ حل کیدای نه شي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې د نړیوالو ټولنې د همغږي اقداماتو موخه دا ده چې د ملگرو ملتونو سرتیري جگړې ته د پای ټکی کښیږدي او یو ځل بیا ثبات رامنځ ته کړي.

د هغه په وینا بالاخره پولیس باید په پلازمېنه بانگویي کې په تدریجي توگه کنترول په خپلو لاسونو کې واخلي او تر دې وروسته دغه کار په نورو ښارونو کې هم تر سره کړي.

په تدریجي توگه بیرته عادي حالت ته ورگرځیدل

بان کي مون په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي چې په پای کې اداري مسلکي کسان، د حقوقي چارو کارپوهان او انجینران دغه هیواد ته ورشي، تر څو له مؤقتي حکومت سره په انتقالي دوره کې همکاري وکړي. په دغو اقداماتو کې د ټاکنو د ترسره کیدو په اړه سلا مشورې، په خوندي توگه د مرستې رسول او د کډوالو بیرته راستنیدو ته د امکاناتو برابرول شامل دي.

خو بان په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې په دغه ځای کې د ملگرو ملتونو د سولې د دغسې یوې پروسې پیل کیدل ښایي تر شپږو میاشتو پورې وخت ونیسي او ښايي دغه پروسه د سپتمبر په میاشت کې پیل شي.

اروپایي ټولنه د مرکزي افریقا جمهوریت ته د ۱۰۰۰ سرتیرو لیږل په پام کې لري. فرانسې دغه هیواد ته خپل ۲۰۰۰ سرتیري استولي دي او افریقایي ټولني بیا ۶۰۰۰ سرتیري لېږلي دي. د آلمان حکومت د یوې داسې الوتکې چې د گرځنده کلېنک آسانیتاوې ولري پر لیږلو باندي غور کوي.

په سلونو زره کسان د تیښتې په حالت کې دي

کابو یو کال تر مخه یوې مسلمانې یاغي ډلې د دغه هیواد واک چې زیاتره اوسیدونکي یې مسلمانان دي، تر لاسه کړ او د دغه هیواد ولسمشر فرانسوس بوزیزا له واکه راوپرځول شو. له هغه راهیسي شاوخوا یو میلیون انسانان د تیښتې په حالت کې دي. په دغه ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰۰۰ تنه وژل شوي دي.

د نړیوال فشار له کبله د یاغیانو مشرتابه مایکل جوتودیا، د روان کال په جنوري میاشت کې له واکه ځان لير کړ. له هغه راهیسې عیسوي ملیشې په پرله پسې ډول له مسلمانانو څخه د غچ اخیستنې له پاره بریدونه کوي.

تر اوسه پورې په دنده گومارل شوي ځواکونه په دې نه دي توانیدلي چې په دغه څو مذهبي هیواد کې چې د افریقا په زړه کې موقعیت لري، د مسلمانو او عیسوي ملیشو تر منځ د تاوتریخوالي لړۍ ته د پای ټکی کښیږدي.