1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د محمد اکبر اوريا سره مرکه

۱۳۸۸ تیر ۳۱, چهارشنبه

محمد اکبر اورياپه ۱۳۳۲ هجري شمسي كال دسنبلې په مياشت كي په كابل كى زيږيدلی پنځه اولاده لري مرستيالان يې جنرال عبدالظاهر او زلمی فقيري...

https://p.dw.com/p/IvC0
د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد محمد اکبر اوريا
د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد محمد اکبر اورياانځور: DW

محمد اکبر اوريا د دويچه ويلي سره د ځانګړي مرکې په ترځ خپل نظر داسي بیان کړی.

دويچه ويلي: داوخت ستاسوله نظره سياسي اوامنيتي حالت څڼګه دي ؟

اوريا: بايدعرض وكړم دغه ويجاړامنيت چى اوس افغانستان تهديدوي داټ،ل منظم سناريوګانوپه نتيجه كى رامنځ ته شوي دي اوداجګړه زماپه عقيده دكنترول وړده داډيرى انګيزى اواساسات لري چى دبهرنى سياست څخه رامنځ ته شوي ده چى په اقتصادي لحاظ ځانګړي ارزښت لري اوننۍ نړيوالى اقتصادي ستراتيژي جوړوي.

دويچه ويلي:همدااوس چى امنيت ويجاړدي تښتونى اوځان مرګي بريدونه دوام لري ستاسودپلان غټ ټكي به څه وي؟

اوريا:موجوده حاكم هيئت ددى توان نلري چى حالات په قابوكى وساتي خلك زورول كيږي اووژل كيږي اوهيوادوال ئى په تشويش كى اچولى دي .اوپه دى توګه دنړۍ ټول هيوادونه په دى برخه كى په تشويش كى دي .ځكه چى له دى ځايه نورى نړۍ ته هدغه بى امنتي سرايت كوي اوتروريزم خپريږي .

دويچه ويلي :تاسودكانديدپه توګه دمخالفانواوطالبانوسره دخبروامكانات څومره وينۍ؟

اوريا: لمړى بايدعرض وكړم چى موجوده مخالفين زمامخالفين نه دى اوداددولتي ډلوټپلوسهر اختلاف لري داختلاف بنسټيز نه دي دادافرادوتنظيمونواوډلوټپلوپه منځ كى دي چى ديوى خوانه كرزى اودهغه ملګرى دي اودبلى خوانه دهغوى مخالفين دي نه زمونږ مخالفين دطالب په هكله ماڅوځلى ويلي دي چى طالب اوس په جګړه كى نشته اوهغه چى دطالب په نوم جنګيږي جنايت كاران اوغله دي .

دويچه ويلي: تاسوداقتصادي پلانونودپلى كولولپاره په تګ لاره كى څه لرۍ؟

اوريا: بايدووايم چى مونږ په خپل پروګرام كى شپږ تينرسونه لروچى يوتيزس ئى داقتصادپه هكله دي دادمالكيت نه پيل كيږي مونږڅلورډوله مالكيت لرواوهغه په رسميت پيژنودلتي مالكيت مختلط مالكيت خصوصي مالكيت اوكوپراتيفي مالكيت دي كه مونږ بريالي شونويادشوي څلورمالكيتونوته چى منځنى بللكيږي وده وكورو.

دويچه ويلي:ستاسوبهرنى سياست په تيره بيادګاونډيانوسره څه چلندكول غواړى ؟

اوريا: دګاونډيانوسهر زمونږ سياست ښكاره دي زمونږسياست په دواړوحالاتوكى دافراط نه ګذارداعتدال خواته اوپه نړيوالواړيكوكى هم مونږ داعتدال لاره نيسواودازمونږ اساسي سياست اوپاليسي ده .دګاونډيانوسره غواړوپه امن اودرناوى كى ژوندوكړو.

دويچه ويلي:دافغانستان اوپاكستان ترمنځ داوسنۍ لاننجى ډيورندپه هكله به ستاسوتګ لاره څه وي ؟

اوريا: كله چى مونږ مسوليت په غړه واخلوددغه كلاسيك چلندخڅ ځان خلاصوواوداسى يوه پاليسي مطرح كووچى دغه پيچلى وضعيت تغيرومومي اودافغانستان خلك ولسونه اوخلك په ډاډه زړه ژوندوكړى اوپاكستان چى له دى امله تل تشويش كوي اوهميشه دپاكستان څخه افغانستاتن ته جنجالونه پيداكوي دتل لپاره ځان خلاص كړي زمونږ پيشنهاددادى چى دغه مسئله دديپلوماتيكواومذاكرى اودنړيوالودوساطت له لارى حل شي چى ددواړوهيوادونوپه ګټه دي.

دويچه ويلي:دمطبوعاتواوبيان ازادۍ ته په كومه سترګه ګورئۍ.

اوريا:دمطبوعاتودازادۍ په هكله بايدووايم دغه تازاد ۍ چى دطبيعي ازادۍ سره سمون لري بايدپه جدي توګه مراعات شي زه دمدني سياسي اومذهبي عقائدوپراساس هيڅوك بايدترتعقيب لاندى ونه نيول شي دازماوعده ده

دويچه ويلي:دملي يووالى په تامين په خاطردقومونوديواوالى په اړه ستاسوپروګرام څه دي ؟

اوريا:داډيره اساسي خبره ده داددټ،لومشكلات دى نه يواوزى زمونږاودهيواداساسي مشكل همدغه دي دټولوقومونواوولسونوديووالي په باره كى يوازيني شي كولي شي ملي مسئله حلي كړي زونږ په عقيده هغه هغه دتوليداوكارپراختياده .ددى كارلپاره عملي لپاره عملي پروګرامونه جوړشي چى په هيوادكى توليدات زيات شي نوى تكنالوژي رواج شي .

دويچه ويلي: دكابل ښاراونورسترښارونه اوچاپيريال زيات ككړدي كه تاسوجمهوري رياست ته ورسيږي ددى ستونزى دحل كولولپاره به موپروګرام څه وي ؟

محمد اکبر اوريا :زمونږ په پروګرام كى لمړى دكابل دښارپه چاپيريال كى بايدخبرى وكړوچى اسنى حالت بدل شي لمړى داچى زه چاپيريال اداره دسياسي حالت نه وباسم دابايدواقعا دچاپيريال ساتنى يوه اداره شي دچاپيريال مسئله په ټوله نړۍ كى ويغټ پرابلم دي ټول په دى برخه كى تخصصي كاركوي دكابل لپاره لمړي يوشين كمربندضرورت دي چى مونږ ورته يوپلان جوړكړي دي اوهغه دپنځوكيلومتوره اندازه دكابل په شاوخواكى يوشين كمربندجوړكړواويومسكلي اوتخصصي حالت ته ئى راولو.

مرکه کونکی. جمال کوټوال

کتونکی. زيارمل