د ماشوم د جنسي ځوروني احتمالي علايم ـ انځوريز راپور
ماشومان د خپلو مشکلاتو په هکله د خبرو کولو توان نه لري او خپلي ستونزي نه سي بيانولای. که تاسو د خپل ماشوم په چلن کي بدلون وينئ، نو ورسره خبري وکړئ او ځان ډاډه کړئ چي هغه خو به په جنسي توګه نه ځورول کيږي.
که ماشوم خاموش خاموش سي
که ستاسو ماشوم په ناڅاپه خاموش خاموش غوندي سي، نو دغه چلن يې له پامه مه باسۍ. ښايي هغه تاسو ته د ويلو له پاره يو څه ولري، خو کولای نه سي چي ووايي. له هغه سره خبري وکړئ.
د خوب کمېدل
که ستاسو ماشوم له څو شپو راهيسي سم خوب نه کوي يا له خرابو خوبونو ليدلو څخه شکايت کوي، يا وايي چي بيريږي، نو ورسره خبري وکړئ چي له څه شي څخه بيريږي.
د ماشوم په غوسه کېدل
ماشومان د عمر په بېلابېلو پړاونو کي بېل چلن زده کوي. ځيني وختونه ډېر تکرار او ضد کوي او ځيني وختونه جنګونه کوي. خو د هغوی دغه غوسه او چلن که د هغوی له معمولي چلن څخه بېل وي، نو هڅه وکړئ چي ځان پوه کړئ چي ولي پکښي دغه بدلون راغلی دی.
يوازيتوب خوښول
که يو ماشوم ناڅاپه داسي وکړي چې ټول وخت يوازي پاته سي، داسي لکه بېرېدلی چي وي، او يا له خپل ځان څخه چي يې بد راغلي وي، نو ورسره خبري وکړئ او ماشوم يوازي مه پرېږدئ.
له ځانګړي شخص يا ځانګړي ځای څخه بيره
که ستاسو ماشوم و ښوونځي ته له تلو څخه بيريږي، او يا له يو ځانګړي بل ځای يا شخص څخه بيريږي، نو په مينه ورسره خبري وکړئ او د بيري وجه يې وپوښتئ. تاسو ځان ډاډه کړئ چي له ماشوم سره خو به ناوړه چلن نه وي سوی.
د ډوډۍ نه خوړل
تقريبا ټول ماشومانو د ډوډۍ د خوړلو په ترڅ کي لانجې کوي. خو که يو ماشوم نه وږی کيږي او ډوډۍ نه خوري، نو ښايي سبب په کومه ناروغي کي وي او يا په ذهني فشار کي. له دغه ډول ممکنه فشار څخه د ماشوم را ايستل ډېر مهم دی.
په بستر کي ميتيازي
که ماشوم په ناڅاپه توګه د شپې په خپل بستر کي ميتيازي (بولي) کول پيل کړي، نو ورباندي د مور او پلار په توګه په غوسه کيږئ مه، او هڅه وکړئ چي د دغه عمل په لاملونو ځان پوه کړئ.
نوي الفاظ يا لغتونه
دا عامه خبره ده چي ماشومانو په ښوونځيو او همدې ډول له تلويزيون څخه نوي الفاظ او لغتونه زده کوي. خو که دغه الفاظ غېر معمولي او جنجالي وي، نو هڅه وکړئ چي ځان ډاډه کړئ چي داسي خو به نه وي چي يو څوک په قصد سره ماشوم ته دا ډول ښوونه کوي او غواړې په دې توګه ورڅخه ناوړه گټه واخلي.
د ميتيازو پر وخت درد
که ستاسو ماشوم د ميتيازو (بولو) کولو پر وخت له درد يا زحمت څخه شکايت کوي، نو په سمدلاسه توګه يې تخصص ډاکټر يا ډاکټرې ته بوزئ. د ډاکټر له لاري بايد ځان ډاډه کړئ چي ستاسو د ماشوم د درد شکايت د جنسي زهيرونې لاملونه نه لري. له ډاکټره هيڅ خبره مه پټوئ.
د تناسلې غړو يا شرمځای شاوخوا زخمونه يا دردونه
ماشومانو ته پر وخت د تناسلي غړو په تړاو معلومات ورکړئ. کله چي خپلو ماشومانو ته غسل ورکوئ نو پر دغو غړو يې پام وکړئ چي زخمي خو به نه وي. مهمه خبره دا ده چي له ماشومانو سره په مينه او محبت خبري وسي او معلومات ترې واخيستل سي.