1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبيا د دفاع وزیر د قذافي د وژلو خبر تاييد کړی

۱۳۹۰ مهر ۲۸, پنجشنبه

د لیبیا د منځمهالي اداري د دفاع وزیر د فذافي د وژل کېدو خبرتائيد کړی. د الجزيرې تلويزيوني شبکې داسي ويډيو خپره کړې چي د قذافي جسد پکښي ښکاري او شاوخوا يې وسله وال کسان خوشحالۍ کوي.

https://p.dw.com/p/12vqd
انځور: dapd

د لیبیا د منځمهالې اداري د دفاع وزیر د قذافي وژل کیدل تایید کړي دي. په همدی حال کې د تلویزیوني شبکو له لارې هم د قذافي مړې په داسې حال کې ښودل شوی چې په وینو لړلی او په سر ویشتل شوی دی.

د لیبیا د منځمهالي داراي چارواکو ویلي دي چې د دغه هیواد د راپرځول سوي ادارې مشر، معمر القذافي، د پنج شنبې په ورځ د ټپونو له امله مړ سوی. په همدې حال کې د الجزیرې تلویزیون د قذافي انځورونه چې پکښي په وینو لړلی ښکاري ښودلی دی. د لیبیا د منځمنحالې ادارې چارواکې وایې چې د امنیتي دلایلو له کبله د قذافي مړی یو نامعلومه ځای ته انتقالیږي.

د قذافي مړینه چې د سیرت د ښار د نیولو وروسته یې اعلان وسو، د عربي هیوادونو د پاڅونو تر ټولو لوی دراماتیک پرمختګ ګڼل کیږي. دغه پاڅونونو په مصر، تونس، یمن او سورې کې تر سره کیږي.

د لیبیا د منځمهالي ادارې یوه پوځي چارواکي، عبدلمجید الګتا، ویلی دي چې فذافي هغه وخت مړ شو چې کو ښښ یی کاوه له سیرت ښار څخه ووزي. هغه زیاته کړي چې قذافی لومړی ټپی شو او بیا ووژل شو.

د دغه چارواکې په خبره قذافي لومړی په داسې حال کې ونیول سو چې په دواړو پښو تپي سوی وو. عبدالمجید زیاته کړې چې فذافي غوښتل چې د سیرت له ښار څخه په یوه قطار کې وتښتي خو دغه قطار د ناټو د جنګي الوتکو تر برید لاندې راغی.

دغه خبر د مستقلو منابعو لخوا نه دی تائید سوی. دا په داسی حال کې ده، چې تر دی مخکې د آلمان خبري آژانس ویلې وو چې د لیبیا د انتقالي شورا چارواکي ادعا کوي چې قذافي د سیرت په بندري ښار کې په زخمي حالت کې نیول سوی دی.

جمال بو شهاتا د الجزیرې تلویزیوني شبکې ته ویلي: «هو موږ قذافي نیولی، خو په دې نه پوهیږو چې هغه مړ دی که ژوندی.»

د قذافي ضد یوه پاڅونکونکې هم ویلي دي، چې قذافي په داسې حال کې چې په یوه سمڅه کې پټ وو نیول سوی. دغه پاڅونکونکي زیاته کړې، چې قذافي تر نیول کیدو وروسته وویل: «ډزي و نه کړی، ډزی و نه کړی».

د قدافي د وژل کیدو خبر لږ وروسته تر هغي خپور سو چې د لیبیا د منځمحالي اداري ځواکونو خبر ورکړ چې د سیرت ښار کنترول یې د قذافي له ځواکونو څخه تر لاسه کړی دی.

د قذافي ضد ځواکونو د هوایې ډزو په کولو او د قذافي د انځورونو په شکولو سره د سیرت د ښار نیول تجلیل کړل. د دغو پاڅونکونکو ویدیو د يوی تلویزیوني شبکي له لاري خپره سوې. د ویدیو څخه څرکندیږې چې د لیبیا د ښار ته اوږدي جګړي کافي زیان رسولی دی.

د سیرت د ښار نیول نو اوس ددې معنی ورکوي چې د لیبیا منځمهاله اداره باید یو دیموکراتیک نظام رامنځ ته کړي.

قذافي د نړیوال محکمي لخوا د ملکي کسانو د وژنې د امر په صادرولو تورن سوی و.

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: عبدالبارې حکیم