1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوگر والي ووژل شو

مسعود جهش (دویچه ویله)۱۳۹۲ مهر ۲۳, سه‌شنبه

د مسجد په خطابیه میز کې ځای پر ځای شوي بم د لوی اختر پر لومړی ورځ (سه شنبه، د اکتوبر میاشتې ۱۵ نیټه) د لوگر ولایت والي ارسلا جمال وواژه. دغه چارواکی د اختر تر لمانځه وروسته د وینا پر مهال ووژل شو.

https://p.dw.com/p/19zXP
د لوگر ولایت والي ارسلا جمال، په انځور کې منځینی کس Quelle: http://www.google.de/imgres?as_st=y&hl=de&tbs=sur:f&tbm=isch&tbnid=eyp-Gr0qOj6DJM:&imgrefurl=http://commons.wikimedia.org/wiki/File:US_Navy_070809-N-3385W-761_Commanding_Officer_Provincial_Reconstruction_Team_Khost,_U.S._Navy_Cmdr._David_Adams_and_the_Governor_of_Afghanistan%255Ersquo,s_Khowst_province,_Arsala_Jamal,_in_a_uniquely_Afghan_tradition,_cut_the_ribb.jpg&docid=N9kMtNedxbcoRM&imgurl=http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/3/31/US_Navy_070809-N-3385W-761_Commanding_Officer_Provincial_Reconstruction_Team_Khost,_U.S._Navy_Cmdr._David_Adams_and_the_Governor_of_Afghanistan%25255Ersquo,s_Khowst_province,_Arsala_Jamal,_in_a_uniquely_Afghan_tradition,_cut_the_ribb.jpg&w=1936&h=1296&ei=xfRcUufNKMPP0AWomYHoDg&zoom=1&iact=hc&vpx=4&vpy=88&dur=2037&hovh=184&hovw=275&tx=196&ty=123&page=1&tbnh=123&tbnw=184&start=0&ndsp=49&ved=1t:429,r:0,s:0,i:89
د لوگر ولایت والي ارسلا جمال، په انځور کې منځینی کسانځور: gemeinfrei

د لوګر د ولایت ویاند دین محمد درویش، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «نن سهار پر ۰۸:۴۰ [د افغانستان سیمه ییز وخت] د لوګر والي ارسلا جمال کله چې غوښتل یې خلکو ته وینا وکړي او خلکو ته د جمهوري ریاست پیغام واوروي، د خطابیې میز تر څنګ او یا پخپله خطابیې میز کې تر چاودنې وروسته سمدستي په شهادت ورسید.»

دغه سیمه ییز چارواکی زیاته کړه چې د چاودنې له کبله د لمانځه په لومړي صف کې ولاړ ۱۵ تنه سیمه ییز مشران، ملا امامان او سپین ږیري ټپیان شول. د لوگر ولایت ویاند وویل چې تر لمانځه یوازې یوه ورځ مخکې په مسجد کې امنیتي تدابیر نیول شوي ول. د هغه په خبره دغه بم کیدای شي چې تر اختر څو ورځې مخکې په مسجد کې ځای پر ځای شوي وي.

ارسلا جمال د ولسمشر کرزي له خوا د لوگر د والي په توگه گومارل شوی وو او ویل کیږي چې ولسمشر ته له نزدې کسانو څخه وو. تر دې مخکې هغه د لوگر ولایت والي وو او د روان کال په اپریل میاشت کې یې د لوگر والي په توگه خپل کار پیل کړی وو. لا تر اوسه پورې کومې ډلې د لوگر پر والي باندې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو ډیر وخت طالبان افغان دولتي چارواکي په نښه کوي.

په وروستیو وختونو کې په لوگر ولایت کې امنیتي وضعیت یو څه خراب شوی دی. اوس مهال په دې ولایت کې د ملي پولیسو تر څنگ سیمه ییز پولیس هم د طالبانو پر ضد جگړه پر مخ بیایي خو بیا هم د دغې ډلې یو شمیر غړي د لوگر ولایت په ځینو سیمو کې فعالیت کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب