د لندن د پيښې په تړاو دوهم کس نیول شوی دی
۱۳۹۶ شهریور ۵, یکشنبهد پولیسو د معلوماتو له مخې د ترهګرۍ ضد قطعاتو ۳۰ کلن شکمن کس د یکشنبې تر ماسپښین دمخه د ښار په لویدیځه څنډه کې نیولی دی او یو کور هم پلټل شوی دی. زیاته شوې ده چې پر دغه کس باندې شک دی چې د «یوه ترهګر عمل په پلانولو، چمتو کولو او یا لمسون کې» یې ونډه درلوده.
د جمعې په ماښام یوه ۲۶ کلن د بکینګهم ماڼۍ مخې ته د پولیسو موټر ته جوخت خپل موټر ودراوه. کله چې درې پولیسو وغوښتل د هغه خوا ته ورشي، دغه کس په موټر کې پرتې ۱،۲۰ متره اوږده تورې ته لاس کړ. پولیسو د اوښکي بهونکي ګاز په واسطه اقدام وکړ او دغه کس یې ونیو. په دغه ترڅ کې دوه پولیس سرسري ټپیان شول. ویل شوي دي چې نیول شوی کس لا هم د پولیسو په توقیف کې دی. پر هغه باندې د ترهګریز قتل د هڅې تور دی.
د جمعې په ماښام شا او خوا په همدغه وخت کې په بروکسل کې یوه کس په چړې سره پر یوه عسکر باندې حمله وکړه او پولیس هغه وویشته. تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش د دغه برید د تر سره کولو ادعا وکړه.