1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قذافي ځواکونه مخ په وړاندي روان دي

۱۳۸۹ اسفند ۲۴, سه‌شنبه

د ليبيا حکومتي ځواکونو ددغه هيواد په ختيځ کښي د ياغيانو لخوا کنټروليدونکي ښار اجدابيا بمباري کړي دي. ځواکونو ياغيانو ته د عمومي بخښني اعلان کړی دی ، پدې شرط چي که دوی خپلي وسلې پر مځکه کښيږدي او د وفادری لوړه وکړي.

https://p.dw.com/p/R9UG
د ليبيا مشر معمرالقذافي
د ليبيا مشر معمرالقذافيانځور: ap

د ليبيا ددولتي ټلويزون يوې وياندي د هغه هيواد په شرق کي پر ياغيانو ږغ کړی چي نښتو او وينو تويولو ته خاتمه ورکړي.

څوک چي وسلې پر مځکه ايږدي او حکومتي ځواکونو ته تسليميږي ، هغوی به وبخښل سي.

خو ياغيان ددې فکرلا هم نه کوي چي د قذافي ځواکونو ته تسليم سي . دوی که څه هم په ډيرو مشکلاتو اخته دي ، خو دوی به مقاومت وکړي.

نن سهار دوي خبر ورکړی چي د بريقه ښار چي د يکشنبې په ورځ د قذافي دوفاداره قواوو لخوا نيول سوی ؤ ، بيرته نيولی دی. د الجزيرې په ټلويزون کښي يوه عيني شاهد ويلي چي :« ياغيان د بريقه ټوله ښار کنټرولوي او کوښښ کوي چي بيرته د لويديز خواته هم پر مختګ وکړي. ددوی وسلې ډيري زړې او ضعيفه دي ، خو دوی ټينګه اراده لري او ښه مقاومت کوي.»

د قذافي د ځواکونو په مقابل کي دوی اضافه نظامي قدرت نه لري. ياغيانو وکولای سول چي دغه د جغرافيايي لحاظه مهم ښار وساتي.

خو پداسي حال کښي چي ياغيانو د بريقه ښار وساتلای سوای ، بيا دوی د شمال شرق سره پراته ښار اجدابيا کښي تر بمباريو لاندي راغلل.

د اجدابيا ښار چي ۱۵۰۰۰۰ اوسيدونکي لري ، په يوه مهمه څلور لاره کښي پروت دی. بنغازي تقريبأ ۱۵۰ کيلومتره د هغه څخه ليري دی. ددغه ځای څخه يوه بله لار ۴۰۰ کيلومتره ليري د تيلو بندري ښار تبرُک ته غځېدلې ده.

که حکومتي ځواکونه وکولای سي چي تبرک ونيسي ، بيا نو دوی کولای سي د ياغيانو اصلي مرکز بنغازي ددوو خواوو څخه تر فشار لاندي راولي. داسي معلوميږي چي هغوی دغه ميليوني ښار ته نژدې کيږي. خو ياغيان لا تر اوسه پوري ندي تسليم سوي.

د بلي خوا ددې انتظار کيږي چي نن ماپښين به د ترکيې او اماراتو څخه دوې کښتياني بنغازي ته ورسيږي ، چي په هغو کښي به په ټنو ټنو خوراکي مواد ، اوبه ، دواوي ، شړۍ او نور لازم شيان وي. په بنغازي کښي اوس دهر شي کمبودي موجوده ده او هر څه مخ پر خلاصيدو دي.

بيتينا مارکس/ محمد قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل