1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قذافي رژيم د نړيوالي ټولني ترفشار لاندي پريوت

۱۳۸۹ اسفند ۲۷, جمعه

وروسته له څو ورځو ديپلوماتي خبرو اترو څخه بالاخره د ملګرو ملتو د امنيت شورا د لبيا پر هوايي قلمر باندي د الوتنو بنديز ولګاوه. دغه بنديز ته ضرورت ؤ تر څو د ولسی وګړو پرضد د رژیم د هوایی بریدونو مخنیوی وشی

https://p.dw.com/p/RALa
د لبیا په هکله امنیت د شورا غونډه
د لبیا په هکله امنیت د شورا غونډهانځور: AP

په لبيا کي د قذافي د رژيم مخالفينو د امنيت د شورا له دغي پريکړي څخه هرکلي وکړ. هغوي د خوښي او خوشحالي هوايي ډزي وکړي. له دي سره هغوي اوس نور هم زړه ور شول تر څو سړکونو ته ووځي او درژيم پر ضد په پاڅون لاس پوري کړي.

هغوي وويل چي بالاخره نړيواله ټولنه دي نتيجي ته ورسيده چي د قذافي د رژ يم د پوځي ځواک د حملو مخه ونيسي.

د امنيت د شورا د 15 غړ له جملی څخه لسو يي د بنديز په پلويتوب رايي ورکړي. د آلمان په شمول، روسيي او چين له راييو ورکولو څخه ډه ده وکړه. له دغي پريکړي سره د لبيا د ولسي وګړو د ساتني لپاره لومړي ګام واخيستل شو او آن تر دي چي د يو پوځي اقدام امکان هم ليري نه دي. خو سمدلاسه نړيواله ټولنه په هيڅ صورت سره لبيا ته ځمکني ځواکونه نه استوي.

په ملګرو ملتو کي د آلمان استازي، پيتر وتييګ که څه د پريکړي په هکله يي له رايي ورکولو څخه ډه ده وکړه، خو وويل: «مونږ په دي باور يو چي د نړيوالي ټولني له خوا لګول شوی بنديز يوه اغيزمنه وسيله ده تر څو د قذافي د رژيم واکنمي ته د پاي ټکي کيښودل شي. له دي سره په دغه هيواد کي د يوي انتقالي دوري لپاره لاره اواريږي.»

خو د امنيت د شورا دغه بنديز ښايي سمدلاسه بسيا ونه کړي ترڅو نوموړی هدف لاس ته راشي. د قذافی درژيم پر ضد بايد د عمل په ډګر کي په اقدام صورت ونيسي. فرانسي ويلي دي چي په راتلونکو څو ساعتونو کي د قذافي د رژي پر ضد هوایی حملی له امکان څخه لیری نه دی.

د فرانسي دغه دريځ په بنغازي او نور ښارونو کي د حکومت مخالفين خوشحاله کړي چي که چيري وروسته له دي د هغه رژيم هوايي ځواک د هغوي پر مرچلو په بمباری لاس پوري کړي، نو د نړیوالی ټولني له پریکړی سره سم به هغو ته پوځي ځواب وويل شي.

خو د لبيا په پلازمينه طرابلس کي لا تر اوسه د قذافي پلويان له هغه څخه ملاتړ کوي. د قذافي د رژيم د بهرنيو چارو د وزير مرستيال، خالد قيم وويل : « مونږ د هغو هيوادونو څخه چي د امنيت د شورا پريکړي ته يي له رايي ورکولو څخه ډه ډه وکړه، مننه کوو. په لبيا کي پوځ او پوليس خپله دا دنده لري چي ولسي وګړي وساتي.»

خو د قذافي د رژيم د چارواکو اوپلويانو دا ډول ويناوي يواځي لفظي بڼه لري. په وروستو ورځو کي وليدل شول چي د رژيم د پوځي ځواکونو د حملو له امله يو ګن شمير ولسي وګړي ووژل شول.

نینا هازی/ عبدالباری حکيم

کتونکی: بریښنا صابر