1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قبرس په اړه په وروستۍ دقيقه کې توافق وشو

دويچه ويله، اژانسونه، نسيم صابر۱۳۹۲ فروردین ۵, دوشنبه

له سقوط سره مخامخ قبرس د اړتیا وړ مالي مرسته تر لاسه کوي. مخکې له دې چې د اروپا د مرکزي بانک ضرب الاجل پای ته ورسيږي، د يورو زون ۱۷ د ماليې وزيرانو د ژغورنې يو نوی پلان منلی دی.

https://p.dw.com/p/183Zj
انځور: Reuters

د يورو ګروپ مشر، ژېروم ديستلبلوېم، په بروکسل کې وويل چې د پلان له مخې به د قبرس مالي سکتور ته ثبات وروبخښل او د هېواد په دوو لويو بانکونو کې نوي تشکيلات رامنځ ته شي. ده زياته کړه چې د بانکي حسابونو له خوا د جبري تحويلي اخيستنه نه تر سره کيږي. د دغې تحويلۍ په سر د قبرس د پارلمان له خوا د ژغورنې لومړی پلان ناکامه کړل شوی و.

له دې وړاندې د قبرس ولسمشر، نيکوس اناستاسيادس د اروپايي ټولنې د شورا له مشر، هېرمان فن رامپوي، د اروپايي کميسيون له مشر، خوزې مانوېل باروسو، د پولي چارو د کميسار، اولي رېن، د اروپا د مرکزي بانک له مشر، ماريو دراګي او د نړيوال وجهي صندوق له مشرې، کريستين لاګارد، سره کابو لس ساعته خبرې اترې تر سره کړې وې. اناستاسيادس وويل چې دی له دغې غونډې وروسته «راضي» دی.

د بانکونو د سکتور نوی تشکيل

د توافق له مخې به د هېواد دوهم لوی بانک چې «لايکي» نوميږي، په يو په اصطلاح «بد بانک» بدل شي، چې پورونه او مالياتي ستونزې اداره کوي، په داسې حال کې چې بله برخه يې خپل فعاليت ته دوام ورکوي. فعاله برخه به يې د «سايپرس بانک» په نوم تر ټولو لوی بانک پورې وتړل شي. هغه خلک چې په «لايکي» کې تر ۱۰۰۰۰۰ يورو څخه زياتې پيسې لري، بايد يوه برخه پيسې دولت ته وسپاري. داسې ويل کېدل چې قبرس سره له دې هم هغه نړيوال فشارونه زغملي دي چې له مخې يې بايد تر ټولو لوی بانک، يعنې «سايپرس بانک» هم تجزيه او وېشل شوی وای.

دا خبره لا څرګنده نه ده چې آيا د نورو بانکونو ډېر پيسه لرونکي بايد هم یو څه تاوان ومني، که نه. دا په داسې حال کې ده چې له ۱۰۰۰۰۰ يورو څخه کمې پيسې لرونکي بانکي حسابونه د اروپايي ټولنې د تضمين له مخې خوندي دي.

قبرس خپل هدف ته نزدې شوی دی

د دې لپاره چې د اروپايي ټولنې او نړيوال وجهي صندوق له خوا ژغورونکې قرضه تر لاسه کړي، بايد قبرس پخپله هم ۵،۸ مليارده يورو برابرې کړي. بې له دغې مرستې به قبرس له سقوط سره مخامخ شي چې ټولې اروپايي ټولنې ته نه اټکل کېدونکې پايلې هم لري.

ټول خنډونه لا نه دي لېرې شوي: دغه توافق بايد د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو د ګڼ شمېر پارلمانونو له خوا هم ومنل شي. د آلمان د ماليې وزير، ولفګانګ شويبله داسې ښودلې وه چې ګواکې د نوي توافق له پاره د قبرس د پارلمان مثبتې رايې ته اړتيا نشته.

د قبرس پارلمان د جمعې په ورځ آن د بانکونو د نوي تشکيل په سر يو قانون تصويب کړی و. خو داسې انتظار کيږي چې اروپايي مرکزي بانک به د قبرس د بانکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د اروپا مرکزي بانک تر دې مخکې ګواښ کړی و چې که چیرې د ژغورنې یو پلان وړاندې نه کړای شي نو خپلې مرستې به بندې کړي.