1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زاکربرګ د معلوماتو د نه خوندي ساتلو له کبله بخښنه وغوښته

۱۳۹۷ فروردین ۲۱, سه‌شنبه

مارک زکربرګ منلي چې دغه ټولنیزه شبکه د خپلو کاروونکو د معلوماتو په خوندي ساتلو او د لاس وهنې په مخنیوي کې پاتې راغلې ده. د فیسبوک د شاوخوا ۸۷ میلیونه کاروونکو شخصي معلومات د سیاسي موخو له پاره کارول شوي دي.

https://p.dw.com/p/2vlbK
Facebook - Zuckerberg
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د فیسبوک مشر او بنسټ ایښودونکي د  امریکا د کانګرس یوې کمیټې ته ویلي دي چې دغه ټولنیزه شبکه د خپلو کاروونکو د معلوماتو د ساتنې او له هغې څخه د ناوړه استفادې په مخنیوي کې پاتې راغلې ده. هغه د دې موضوع ملامتیا په ځان منلی ده.

د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس د انرژۍ او سوداګرۍ کمیټې ته د زکربرګ په یوې لیکلې بیانیه کې راغلي دي: «اوس نو دا خبره روښانه ده چې موږ د دغو امکاناتو د ناوړه استفادې د مخنیوي له پاره کافي اقدامات نه دي کړي.»

هغه زیاته کړې: «دا خبره د ناسمو خبرونو، په ټاکنو کې د بهرنیو مداخلې او له کرکې ډکو څرگندونو په برخه کې صدق کوي. په عین حال کې دغه څه د پروګرامونو د جوړونکو او معلوماتو د خوندیتوب په برخه کې هم سمه ده.»

د فیسبوک د مشر لیکلې وینا د سه شنبې او چهارشنبې په ورځ د کانګرس د کمیټو پر وړاندې د هغه تر څرګندیدو یوه ورځ مخکې خپره شوې ده.

د فیسبوک ټولنیزه شبکه تر هغه وروسته د معلوماتو د خوندیتوب په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوه چې روښانه شوه، دغې شبکې د لسهاو میلیونه کاروونکو معلومات سیاسي مشوره ورکوونکي شرکت کامبریج انالیتیکا ته ورکړي دي. پخپله فیسبوک منلې ده چې د اغیزمن شویو کسانو شمیر د ۸۷ میلیونه په شاوخوا کې دی.

لندن میشته کامبریج انالیتیکا شرکت چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ یې هم په مشتریانو کې شامل دی، د فیسبوک له خوا وړاندې شوې شمیرې رد کړې دي. د زاکربرګ په بیانیه کې راغلي دي: «دا زما اشتباه وه او زه یې له کبله بخښنه غواړم. ما فیسبوک پیل کړی، زه یې چلوم او زه د هغه څه چې دلته ترسره کیږي، مسوول یم.»

زکربرک ژمنه کړې ده چې د فیسبوک د کاروونکو د معلوماتو د خوندي ساتلو له پاره به په لازمو اقداماتو لاس پورې کړي او ځان به ډاډه کړي چې دغه څه په راتلونکې کې بیا نه رامنځ ته کیږي. زکربرګ دا هم وویل چې داسې تدابیر به ونیسي چې په پایله کې به فیسبوک د ناسمو معلوماتو د رسولو په موخه و نه کارول شي.