1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فیسبوک له لارې د مینې موندلو امکان رامنځ ته کیږي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبه

د فیسبوک مشر مارک زاکربرګ، د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې فیسبوک غواړې د خپلو کاروونکو له پاره د مینې موندنې یا «عاشقانه اشنايي» امکانات برابر کړي.

https://p.dw.com/p/2x0q8
Facebook F8 Conference
انځور: Getty Images/J. Sullivan

زاکربرګ په کلفورنیا کې د فیسبوک په کلني F8 کنفرانس کې وویل چې دغه شرکت غواړي د انترنت له لارې د «عاشقانه اشنایي» رامنځ ته کولو امکانات رامنځ ته کړي ترڅو کارکوونکي یې د دې شبکې له لارې «ریښتنې» او اوږدمهاله اړیکې ولرلی شي.

زاکربرګ وویل: «په فیسبوک کې ۲۰۰ میلیونه داسې کسان شته چې ځانونه یې مجرد یا بې ملګري یا ملګرې ثبت کړي دي. نو په واضیح ډول په دې برخه کې یو څخه کیدای شي.»

د فیسبوک د محصولاتو عمومي مسئول کریس کاکس، وویل چې دغه شرکت هغه وخت د «عاشقانه اشنایي» خدمتونو په اړه په جدي توګه فکر پیل کړ چې زاکربرګ په ۲۰۱۶ کال کې د یوه هلک او نجلۍ د واده انځور خپور کړ چې د فیسبوک له لارې سره اشنا شوي ول.

د فیسبوک په کلني F8 کنفرانس کې وړاندې شوي انځورونه ښيي چې د فیسبوک په تلیفوني اپلیکشن کې زړه ته ورته یو ایکن اضافه شوی چې د کارکوونکي له «عاشقانه حساب» سره به وصل وي. خو د دې له پاره چې دغه ایکن فعاله شي باید کاروونکی خپل «عاشقانه حساب» فعاله کړي. په دې ترتیب سره به نو فیسبوک د هغو معلوماتو له مخې چې کاروونکو په کې ثبت کړي دي، د «عاشقانه حساب» لرونکو ته د هغو کسانو انځورونه او معلومات وړاندې کوي چې شخصیتونه یې سره په اصطیلاح سر خوري.

فیسبوک ویلي دي چې د دې اپلیکشن په اړه نور معلومات به د روان کال په راتلونکو میاشتو کې خپاره شي.