1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فوټبال اروپايي جام سيالۍ مراسم پېل سوي

آژانسونه/ ا.ا۱۳۹۵ خرداد ۲۱, جمعه

د پاريس له «آئفل برج» سره د فوټبال مينه والو يو لوی محفل جوړ سوی وو. فرانسه به نن خپله لومړۍ لوبه له رومانيا سره وکړي. فرانسه هيله لري چي جام به وګټي.

https://p.dw.com/p/1J4Da
Frankreich Paris Fans mit Fähnchen
انځور: picture-alliance/dpa/A. Morissard

فرانسه د ۲۰۱۶م کال د فوټبال اروپايي جام سياليو کوربه هيواد دی. دغه لوبي به نن د جمعې په ورځ ماښام د کوربه هيواد فرانسې او رومانيا لوبډلو ترمنځ په لوبي سره پيل سي.

له «آئفل برج» سره د فوټبال د مينه والو له پاره يوه لويه ساحه ځانګړې سوې ده چي هغوی به د سياليو په جريان کي پر لويو تلويزيوني پردو لوبي ننداره کوي.

مخکي تر دې چي د دغو سياليو لومړۍ لوبه چي د فرانسې او رومانيا تر منځ ده، پېل سي، په پاريس کي د فوټبال د مينه والو له پاره ژوندي کنسرتونه جوړ سوي ول. په دغو لمانځنو کي تر ۸۰ زرو زياتو مينه والو ګډون وکړ.

مشهوره فرانسوي DJ يا د موسيقۍ د فيتو اچونکي او موسيقي جوړونکي ډېويډ ګيوتا په خپله موسيقي سره راغلي مينه وال ونازول. د دغې موسيقۍ له پېل سره سم د پاريس ښار دغه لويه ساحه چي د فوټبال د مينه والو له پاره ځانګړې سوې، د مينه والو پر مخ پرانيستله سوه.

«دغه يوه ستاسو له پاره ...»

۴۸ کلن موسيقي جوړونکي ګيوتا د فوټبال اروپايي جام له پاره ځانګړې جوړه کړې سندره (This One's For You) يا «دغه يوه ستاسو له پاره» هم وويله. د هغه دغه سندره د مينه والو له خوا د خوشاليو او ستاينو په ږغونو او نعرو بدرګه سوه.

د ګيوتا تر څنګ د امريکا متحدو ايالاتو رپ سندرې ويونکې ډلې هم راغلې وې چي پکښي بلېک آيډ پيز هم شامله وه. د لمانځنو د پېل څخه څو ساعته ترمخه د غرمې پر وخت لا و دغې ساحې ته مينه والو راتګ پېل سو. دا په داسي حال کي چي د فټبال د مينه والو له پاره دغه سيمه چي د فوټبال اروپايي جام تر پايه پوري به يې په خدمت کي وي، د ۹۲ زرو کسانو د ځايولو امکانات لري.

تېر کال په پاريس کي تر ترهګرو بريدونو وروسته په دغه ښار کي سخت امنيتي اقدامات نيول سوي دي. له همدې کبله ټول هغه کسان چي د فوټبال د مينه والو و ساحې ته يې داخيلېدل غوښتل، د امنيتي ټيمونو له خوا په ځانګړو امنيتي دروازو کي تر کنټرول لاندي نيول کېدل. همدا وجه وه چي د دغو امنيتي دروازو دباندي د انسانانو اوږده قطارونه جوړ ول.

بېړنی حالت

په پاريس کي د تېر کال له ترهګريزو بريدونو وروسته دمګړی د فوټبال اروپايي جام سياليو پر وخت هم د ورته بريدونو بيره يوه توده موضوع ده. فرانسوي سياستوالو او امنيتي ادارې په لنډو وقفو سره دا خبره تکراروي چي د ترهګريزو بريدونو ګواښ موجود دی.

د فوټبال اروپايي جام سياليو پر وخت د ممکنه ترهګرو بريدونو د مخنيوي له پاره تقريبا ۹۰ زره امنيتي ځواک ګومارل سوی دی، چي پکښي عسکر، پوليس او په ټول هيواد کي نور امنيتي چارواکي شامل دي.

Frankreich Euro 2016 David Guetta Konzert in Paris
انځور: picture-alliance/dpa/J. Lepin

تر دې دمخه چي د فوټبال نندارچيان سټېډيم يا لوبغالي ته داخل سي، هغوی مجبوره دي چي تر دوو امنيتي ساحو او کنټرول تېر سي. له دوهمي نړيوالي جګړې وروسته دا په فرانسه کي تر ټولو لوی امنيتي عمليات دي.

د ولسمشر خبرداری

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند يووار بيا د ترانسپورت په سيکتور کي له اعتصاب کوونکو څخه وغوښتل چي خپل احتجاجونه او اعتصاب پای ته ورسوي. هغه وويل: «دا اړينه ده چي هغه کسان چي دغه حرکتونه کوي او يا يې انسجام کوي، خپل مسئوليت وپېژني.» نوموړي د خپلې ټاکنيزي حوزې و خلکو ته د وينا پر وخت وويل: «زه پر ټولو د مسئوليت احساسولو ږغ کوم.»

اولاند وويل چي دولت به خپله وظيفه ادا کړي او د فوټبال لوبو د مېلمنو د ترانسپورت غم به وخوري. هغه وويل چي د دغه کار له پاره به ټول اړين اقدامات وسي. دا له هغه وروسته چي د فرانسې د اورګاډو چلوونکو تر مخه پريکړې کړې وه چي د فوټبال لوبو په لومړيو ورځو کي به لا خپلو روانو اعتصابونو ته ادامه ورکړي.

اولند اشاره ورکړه چي د کارګرو اتحاديو غوښتني او احتجاجونه درک کولای سي، او دا چي هغوی په فرانسه کي د کار په بازار کي د اصلاحاتو مخالفت کوي.

Frankreich Euro 2016 Sicherheit
انځور: Getty Images/S. Botterill

هغه وويل چي کارګر دي تر خپلو غوښتنو نه تيريږي، خو د اعتصاب پلويان هم د اروپايي جام سياليو پر وخت د «گډو لمانځنو» په ترڅ کي د خپلې برخي مسئوليت پوره کړي.

اولاند وويل چي دلته نه يوازي د پاريس انځور مطرح دی، بلکي دا موضوع له دې کبله هم مهمه ده چي فرانسه د ۲۰۲۴ کال د اولمپک لوبو کوربه توب ته ځان کانديد کړی دی.