1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فلوريدا په ساحل کي د سرو زرو خزانه کشف سوې

۱۳۹۴ مرداد ۳۰, جمعه

د فلوريدا په ساحل کي د غوټه وهونکو يوې ډلي د سرو زرو ۳۵۰ پخوانۍ سکې موندلي دي. دغه سکې په ۱۷۱۵م کال کي په هسپانيا کي وهل سوي دي. د دغي خزانې ارزښت ۴،۵ ميليونه ډلره ارزول سوی دئ.

https://p.dw.com/p/1GJGS
انځور: Reuters/1715 Fleet - Queens Jewels

د فلوريدا د «ورو بيچ» ښار ساحل ته نزدې د غوټه وهونکي يوې درې کسيزي ډلي تر اوبو لاندي د سرو زرو داسي خزانه موندلې ده چي په خپل ډول کي بېساري بلل سوې ده. خزانه د جولای مياشتي پر ۳۱ نېټه موندل سوې خو خبر ئې د اگست میاشتي پر ۲۰ نېټه رسنيو ته ورکړل سوی دئ.

د دغو سکو شمېر ۳۵۰ ښوول سوی دئ چي په ۱۷۱۵م کال کي په هسپانيا کي وهل سوي دي. د دغي غوټه وهونکي ډلي سرپرست بريزبن، د خزانې ارزښت څلور نيم ميليونه ډالره اټکل کړی دئ.

ويل کيږي چي دغه سکې په يوې کښتې کي بار وې چي هغه وخت له هاوانا څخه هسپانياته پر لار توپان ډونه کړې ده.

Goldschatz Münzen Goldmünzen Spanien 1715 Florida
انځور: Reuters/1715 Fleet - Queens Jewels

د دغي ډلي يوه غوټه وهونکي ويليام بارتلت ويلي دي: «د سرو زرو دغه سکې داسي څلېدلې، لکه پرون چي تازه اوبو ته لوېدلي وي.»

د دغو سکو ۹ ئې نادره بلل سوي چي ويل کيږي دغه شان سکې په ټوله نړۍ کي يوازي ۲۰ موجودي دي. دغه ۹ سکې د Royal Eight Escudo په نوم شهرت لري چي د هسپانيا په پاچا پوري ئې اړه لرله.

د بارتلت په خبره په دغه سیمه کي چي دغه سکې موندل سوي دي، تر دې دمخه هم خزانې کشف سوي وې، ځکه نو غوټه وهونکو په دغه سیمه کي تر اوبو لاندي خزانو موندلو ته دوام ورکړی.

د فلوريدا ايالت د قانون له مخي د موندل سوو خزانو ۲۰ سلنه دغه ايالت ته ورکول کیږي. دغو غوټه وهونکو ته چي د غوټه وهونکو په يوه شرکت پوري اړه لري هم په سلو کي يوه اندازه رسېږي.