1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرخندې د قتل په تور څلورو کسانو ته د اعدام سزا واورول سوه

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۶, چهارشنبه

يوه افغان قاضي د فرخندې د وژلو په تور څلورو کسانو ته د مرگ سزا واوروله. له څو ورځو راهيسي د ۲۷ کلني فرخندې د وژلو په تور د نزدې ۴۹ کسانو محکمه روانه ده.

https://p.dw.com/p/1FKj1
انځور: Reuters/O. Sobhani

د کابل په يوه محکمه کي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د می ۶) د فرخندې د وژلو په تور د ۴۹ کسانو د محکمه کولو پر مهال چي ۱۹ کسان يې پوليس دي څلورو کسانو ته د مرگ سزا اورول سوې ده.

د کابل په ابتدايي محکمه کي له درو ورځو راهيسي د فرخندې د قتل په تور د ۴۹ کسانو محکمه روانه وه. پر دغو کسانو باندي د تيري، وژني، و زورزياتي ته د نورو د تشويقولو او پر فرخندې باندي په يرغل کولو کي د گډون تورونه لگول سوي ول.

په دغو درو ورځو کي ټاکل سوي څارنوال د هر تورن دوسيه ولوسته او تورونو کسانو ته ئې د جواب ويلو، استدلال او دفاع کولو زمينه برابره کړې وه. يو شمېر کسانو په ياده قضيه کي د ځان شتون رداوه خو د څارنوالانو له خوا هغه ويډيوگاني جلسې ته وړاندي سوې چي د فرخندې په وهلو او ټکولو کي ئې شتون ثابتېدی.

د کابل د ابتدايي محکمې قاضي صفي الله مجديدي نن د چهار شنبې په ورځ د څلورو تنو سيد زين العابدين مشهور په زين الدين د شاه دوشمشېره زيارت خادم، محمد شريف مشعور په شرف بغلاني، محمد يعقوب او عبدالبشير ته د اعدام حکم واوراوه.

په دغه قضيه کي اته تنه نور په ۱۶ کاله بند محکوم سول او ۱۸ تنه نور چي په اړه ئې کره اسناد موجود نه ول آزاد سول. په دغه محکمه کي يوازي د ملکيانو قضيې وڅېړل سوې.

ويل کيږي چي په پيښه کي د ۱۹ نيول سوي امنيتي کسانو د قضيې پريکړه به هم د راتلونکي يکشنبې په ورځ اعلان سي.

د روان کال د مارچ مياشتي پر ۱۹ نېټه د کابل په شاه دوشمشېره زيارت کي ۲۷ کلنه فرخنده په دې تور چي قرآن شريف ته ئې اور اچولی دی تر وهلو ټکولو لاندي ووژل سول او بيا ئې مړي ته اور واچول سو.

په دغه پيښه کي چي په سپينه ورځ د جمهوري رياست په څو سوه ميترۍ د کابل په زړه کي رامنځ ته سوه ډيرو کسانو گډون کړی وو.

له هغو ويديوگانو څخه چي په موبايل تليفون سره اخيستل سوي دي، ښکاري چي پوليس د پيښي په کابو کولو کي پاته راغلي او حتي د فرخندې په ټکولو کي مرسته کوي.

تر دغي دردناکي پيښي وروسته په افغانستان کي ستر لاريونونه او احتجاجونه پيل سول، او د فرخندې د قاتلانو د ژر محاکمه کولو غوښتنه ئې کوله. په پيښه کي د لاس لرو په تور هغه څوک هم ونيول سو چي د قرآن سوځولو ږغ ئې کړی وو.

Afghanistan Protest und Demonstration Gedenken an Farkhunda
انځور: DW/H. Sirat
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب