«د فراه آناردرې ولسوالي طالبانو نيولې ده»
۱۳۹۶ اسفند ۲۱, دوشنبهد فراه د ولايتي شورا رئيس فريد بختور د دوشنبې په ورځ اسوشيتد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي د لوړنیو معلوماتو له مخي د آنارندرې ولسوالۍ پر مرکز باندي د وسله والو ياغيانو په بريد کي ۱۵ امنيتي ځواکونه ورک سوي دي.
بختور وويل: «موږ نه پوهيږو چي دغه ځواکونه وژل سوي دي، ټپيان دي او که له سیمي څخه تښتېدلي دي».
هغه زياته کړې ده چي کيدای سي تلفات هم ډير وي، ځکه جگړه ډېره شديده وه.
بختور ويلي دي چي د دوشنبې په شپه ناوخته شاوخوا ۳۰۰ وسله والو طالبانو د ولسوالۍ مرکز د نيولو په موخه، د ولسوالۍ پر مقر او امنيې قوماندانۍ باندي له څو اړخونو بريد کړی دئ.
تر دې دمه د دغه بريد مسئوليت هيچا منلی نه دی.
په دې وروستيو کي په فراه ولايت کي پر امنيتي پوستو او ولسواليو پر مرکزونو باندي د وسله والو ياغيانو بريدونو زور اخيستی دئ.
دوې ورځي مخکي د دغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کي د ملي اردو د قوماندو ۷ سرتيري او ۸ پوليس ووژل سول.