1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانکفورت د کتابونو نړیوال نندارتون پیل شو

۱۳۹۰ مهر ۱۹, سه‌شنبه

هر کال په فرانکفورت کې د نړۍ د چاپ شوو کتابونو یو نړیوال نندارتون جوړیږي. په دغه نندارتون کې د نړۍ لیکوالان او آدب پوهان سره ټولیږي. د کتاب د بازار دیجیتال بدلون د سږني نندارتون د بحث مهمه موضوع ده.

https://p.dw.com/p/12pul
انځور: AP

تېر کال د فرانکفورت د کتابي مېلې نندارې ته د 63 هيوادونو څه باندي لس زره ژورنالستان ورغلي ول. دا چي د فرانکفورت د کتابونو نندارتون ته د ور تلونکو شمېر او په رسنيو کي د هغه محبوبيت ولي ډير دی، عامل يې دا بلل کيږي، چي د نړۍ د بلې هرې کتابي مېلې او نندارتون په پرتله هلته تر ټولو زيات کتابونو نندارې ته وړاندي کيږي.

ددې سره سره چي اوس ډيری اروپايي، امريکا او آسايي هيوادونه خپلي کلنۍ کتابي مېلې جوړوي، بيا هم د فرانکفورټ په ډول لويه کتابي مېله تر اوسه ساری نه لري.

د بېلگي په توگه د لندن د کتابي مېلې په پرتله په فرانکفورټ کي دوه چنده زيات برتانوي کتاب پلورونکي او ليکوالان خپل کتابونه نندارې ته وړاندي کوي.

په همدې ډول د فرانسوي ژبي هغه کتابونه چي د فرانکفورټ په مېله کي وړاندي کيږي د پېرس د کتابي مېلې په پرتله څو چنده زيات وي.

د آلمان د فرانکفورټ ښار نه يوازي دا چي د نړۍ تر ټولو سترې کتابي مېلې جوړوي، بلکي د ټولې نړۍ په پرتله د کتاب د چاپ په ډگر کي هم اوږد شاليد لري.

ماينز د فرانکفورټ گاونډی ښار دی، چيري چي په پنځلسمه پېړۍ کي گُټنبېرگ نومي کس د کتاب د چاپ لومړۍ پروسه اختراع کړه.

گُټنبېرگ تر اختراع وروسته فرانکفورټ ته ولاړ تر څو هلته خپل کتابونه وپلوري. حتی هغه وخت، يعني څه باندي پنځه سوه کاله مخکي لا د اروپا زيات کتاب پلورونکي فرانکفورټ ته ورتلل.

که څه هم فرانکفورټ د ډېر پخوا څخه په اروپا کي د کتابونو د تجارت په برخه کي خپل ځای لري، خو د اوسني کتابي مېلې بنسټ په 1949م مېلادي کال کي کښېښودل سو. د هغه وخت راهيسې هر کال په فرانکفورټ کي د کتابونو نندارتون جوړيږي.

د فرانکفورټ د کلنۍ کتابې مېلې پر وخت هر کال يو هيواد ټاکل کيږي، چي هغه د دغه مېلې ځانگړې ملگري کوي. سږ کال د دغې کتابي مېلې ملگری هيواد آسلنډ دی، چي تقريباً درې نيم لکه وگړي لري خو هر کال پکښي څه کم اتيا لکه کتابونه پلورل کيږي. د آسلنډ په هکله ويل کيږي چي دلته تقريبا هر دوهم وگړی يو کتاب ليکونکی هم دی.

د فرانکفورټ د سږنۍ مېلې مرکزي موضوعات به د تېر کال په څېر د کمپيوټري کتابونو او د ملټي مېډيا ننگونې وي.

پداسي حال کي چي اوس کمپيوټر او انټرنټ د نړۍ هر کونج ته رسېدلی دی، په لوېديځ کي زيات کتابونه اوس د انټرنټ له لاري رانيول کیږي.

د انټرنټ له لاري يو خو د چاپ سوؤ کتابونو شمېر زيات سوی دی، له بلي خوا بيا د کمپيوټري کتابونو چي ورته اي بوکس ويل کيږي هم په خرڅلاو کي زياتوالی راغلی.

کارپوهان پدې آند دي، چي زياتره ساينسي او علمي کتابونه به د وخت په تېرېدو سره يوازي په کمپيوټري بڼه کي خرڅيږي، خو کيسه او داستانونه به ښايي د دې وروسته هم د پخوا په څېر د چاپ څخه راوزي.

اټکل سوی چي د فراکفورټ په سږنۍ کتابي مېله کي به تر درو لکو زیات نندارچيان او تر اتو زرو زيات کتاب پلورونکي گډون وکړي. دغه مېله به د سې شنبې څخه تر يکشنبې پوري دوام وکړي.

اېهلينگ هولگر/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل