1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عينکو ميسو کان په برخه کي جنجال د نا امنۍ سبب سوی

خليل الرحمن اميد/ کابل۱۳۹۲ آذر ۵, سه‌شنبه

د افغانستان د روڼتيا د څار اداره وايي چي د عينکو ميسو کان له سيمې څخه بې ځايه شوي کسان له دولت څخه ناراضه او ورانکاره کارونو ته يې لاس اچولی دی. دغه اداره وايي که له پامه وغورځول سي ستونزه نوره هم جدي کيږي.

https://p.dw.com/p/1AOx5
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

د افغانستان د روڼتيا د څار اداره د خپلو څلور کلنو څېړنو له مخې وايي چې دغه عينکو ميسو کان له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دى چې جدي هغه يې د خلکو نارضيتوب او د دولت له خوا د ژمنو نه ترسره کول دي.

د دغي ادارې اجرايوي ريس يما تورابي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر۲۶) په کابل کي يوې خبري غونډه ته وويل چي د دغه پروژې تړون په ٢٠٠٨ کال کې له يوه چينايي شرکت سره لاس ليک شوى دی خو تر اوسه يې په کارونو کې کوم خاص پرمختګ نه تر ليدل کيږي.

هغه وويل نه يوازي د دغه کان چاري پر مخ نه دي تللي، بلکي د پنځو کليو خلکو ته يې هم ستونزي جوړي کړي دي چي له خپلو ځمکو يې بې ځايه کړي دي. دغو خلکو ته د ښار ګوټو او نورو اسانتياوو د رامنځ ته کولو ستونزي نه دي اواري شوي.

هغه وويل: «د پانګوني ډيري ژمني دغه چينايي شرکت کړي وې، چي په هغو کي د ريل ګاډۍ کرښه وه، په همدې ډول نورې وعدې چې خلکو ته ښارګوټي، مکتبونه، کلينيکونه او مسجدونه جوړيږي او په کانونو کې په کار ګومارل کيږي. خو متاسفانه چې دولت په دې ټولو کې پاته راغلى دى او خلکو د بي عدالتۍ احساس کړى دى.»

تورابي وايي په تړون کې ويل شوي دي چې تر دريو کلونو پوري به پنځوس او وروسته د پنځو کلونو په لړ کې به د دې کان ټول کار کوونکي او متخصيصين افغانان وي خو زياتوي چې د پنځو کالو په تيرېدو سره دې برخي ته پام نه دى شوى.

په ورته وخت کې د دې ادارې د درسنيو مسوول سيد اکرام افضلي وايي چې د دولت د ناغېړيو له کبله خلک ناراضه شوي او ځوانان د وسله والو ډلو ته درومي چې د ميسو کان او سيمې له پاره يوه جدي ستونزه کيدای شي:

«د دوى ناراضي د دې سبب شوې ده چې هلته نا امني رامنځ ته شي او ډير ځوانان چې بېکاره دي دوى د دولت پر ضد کړنو کې ښکيل دي او دغه لړۍ که نوره هم دوام پيدا کړي نو د عينکو ميسو کان د رايستلو پر وړاندي به يو لوى ګواښ شي.»