1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د علامه حبیبي کتابتون ته نوې ودانۍ جوړه سوه

محمد ابراهیم/ کندهار۱۳۹۲ آبان ۶, دوشنبه

د کندهار پوهنتون په انگړ کي د علامه حبيبي کتابتون ته نوې ودانۍ جوړه سوه. دغه درې پوړیزه ودانۍ د درې نيم ميلیونه امريکايي ډالرو په لگښت جوړه سوې ده، چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا ورکړل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1A7Fg
انځور: DW/I. Speasaly

دغه ودانۍ پر ٧٠٠ مترمربع مځکه جوړه سوې ده. مسؤلين وايي چي په دې ودانۍ کي د يو مجهز کتابتون ټولي اړتياوي په پام کي نيول سوي دي. په دغه کتابتون کې پر يو وخت تر درې سوه زيات ( ٣٠٠) محصلين مطالعه کولاى سي.

دا د کندهار په تاريخ کي لومړى غټ کتابتون دى، چي دومره پراخه ودانۍ او اسانتياوي ورته په پام کي نيول سوي دي. د کندهار پوهنتون مسؤلين وايي، په ياد کتابتون کي ترډېره نړيوال معيار په پام کې نيول سوى دى.

د دوى په خبره په دې کتابتون کي به پر پنځوس زره ټوکه بېلا بېلو کتابونو سربيره په زرګونو برېښنايي کتابونه هم د محصلينو د مطالعې لپاره چمتو کړي. دغه کتابتون د علامه حبيبي په نامه نومول سوى دى.

د علامه حبيبي کتابتون مسؤل سيد احمد قانع وايي چې په دغه پراخ کتابتون کي ټولي هغه اسانتياوي په پام کي نيول سوي دي، چي يو سمبال کتابتون يې بايد ولري:

«په دې کتابتون کې برېښنايي کتابونه، فعال انټرنيټ، د ژمي او دوبي د هوا له پاره منظم سيستم لري او د دې ترڅنګ همدا اوس پنځوس زره کتابونه چمتو دي. د نورو کتابونو ژمنې هم راسره سوي دي او موږ باوري يو، چي دا کتابتون به دخپلو اسانتياو لرلو له امله د هيواد او سيمې په کچه يو پرمختللى کتابتون وي.»

د نوموړي په خبره د کتابتون په لومړي پوړ کي اداري څانګه، په دويم پوړ کي کتابونه او په درېيم پوړ کي د ښځينه او نارينه محصلينو له پاره د مطالعې څوکۍ او مېزونه ايښودل سوي دي.

قانع زياتوي، دوى هڅه کوي چي د مطالعې په ځاى کي يو مجهز کافي شاپ هم د کتاب مينه والو ته پرانيزي، ترڅو د مطالعې پر وخت د محصلينو ذهني ستړيا مهار کړي:

«په دې کتابتون کي، د نارينه او ښځينه محصلينو د مطالعې لپاره بېل بېل ځايونه په پام کي نيول سوي دي او د دې ترڅنګ موږ پلان لرو، چي د کتابتون شاوخوا شين چمن او کافي شاپ هم ولري، ترڅو ډېر محصلين په دې کتابتون کې مطالعې ته زړه ښه کړي او د دوى د پوهنيزي کچې په لوړولو کې مثبت اغېز ولري.»

د کندهار پوهنتون محصلين هم د دغه ډول مجهز کتابتون په جوړېدو ډېر خوښ دي او وايي چې دغه ډول يو کتابتون په کندهار پوهنتون کي ډېر لازمي وو.

د محصلينو په قول له دې کتابتون سره به د دوى زده کړي هم وده وکړي او هر کتاب، چې يې په کار وي، هغه به همدلته نزدې ورته په لاس ورځي.

د کندهارپوهنتون محصلين له مسؤلينو غواړي، چي د ودانۍ له جوړېدو سره سم دغه کتابتون د دوى پر مخ پرانيزي، چي د ګټورو کتابونو ترڅنګ يې له انټرنيټ څخه هم ګټه واخلي.

که څه هم دکندهار پوهنتون هر پوهنځی خپل ځان ته يو ځانګړى کتابتون لري، خو هغه کتابتونه ډېر محدود او يوازې د ګوتو په شمېر محصلين ورڅخه ګټه اخيستلاى سي.