د علامه اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد د ۱۲ تلين څېړنغونډه
په کندهار کي د علامه اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد د ۱۲ تلين په ياد دوه ورځنۍ څېړنغونډه پای ته ورسېده. په اړه ئې انځوريز راپور.
دې دوه ورځنۍ څېړنغونډي ته پر افغانستان سربيره له اروپا څخه افغان ليکوالانو او ژبپوهانو گډون کړی وو.
د غونډي گډونوالو په کندهار کي د علامه رشاد اکيډمۍ ته د رسمي تشکيل او ودانۍ د جوړېدو غوښتنه وکړه.
غونډه دوې ورځي چهارشنبه او پنجشنبه روانه وه.
غونډه په کندهار کي د پاچاخان څېړنيز مرکز له خوا رابلل سوې وه.
په غنډه کي د علامه پوهاند عبدالشکور رشاد عکسونه هم نندارې ته وړاني سوي ول.
د دغه سمينار په وياړ د علامه بابا څلور ټوکه مهم کتابونه (د پښتو عروضي نظم عروضي سيستم، د نبي کريم څولويښت حديثه، پښتو تفسير لومړۍ ژباړه او ختيڅ پوهان) هم چاپ سوي ول او پر حاضرينو ووېشل سول.
د سیمنیار په وروستۍ ورځ په دې اړه پرېکړه لیک هم وړاندي سو، چي یوه مهمه ماده يې داوه، چي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوړو زده کړو وزارت دي د هیواد په پوهنتونونو کي د پښتو ادبیاتو په پوهنځیو کي د رشاد پيژندني مضمون زیات سي.