1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق د تاوتريخوالي په فضا کي پارلماني ټاکني

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

په ۲۰۱۱ کال کې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، په لومړي وار په دغه هیواد کې ټاکنې ترسره کیږي. لومړی وزیر نوري الماکي هم په دغو ټاکونو کې ځان کاندید کړی دی او غواړي چې دریم وار هم د عراق واکمن پاته شي.

https://p.dw.com/p/1Br9p
انځور: ALI AL-SAADI/AFP/Getty Images

په عراق کې تر یوه میاشتنیو ټاکنیزو کمپاینونو وروسته، ټاکنې پیل شوې. له شاوخوا خوا ۲۰ میلیونه رايي ورکولو شرایطو لرونکو عراقیانو څخه غوښتل شوي دي چې د خپلې خوښي کانديدانو ته رایې ورکړي. د دغه هیواد پارلمان ۳۲۸ څوکۍ لري چې ۹۰۰۰ کسانو ورته ځانونه نومولي دي.

تمه نه کیږي چې هیڅ گوند دې هم د پارلمان اکثریت څوکۍ وگټي خو داسې اټل کیږي چې المالکي د دولت قانون ایتلاف کیدای شي چې تر نورو گوندونو او ایتلافونو ډیري څوکۍ وگټي. خو تر ټاکنو وروسته ښايي په عراق کې د یوه حکومت جوړولو ستونزمن کار وي.

پر المالکي باندي له دې کبله چې واک یې ډیر ځان ته متمرکز کړی او دا چې د عامه خدمتونو په ښه کولو کې پاتې راغلی دی نیوکې کیږي. پر دې سربیره د هغه په تیرو دوو دورو کې عراق له ستخو اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ شوی دی. پر دې سربیره پر الماکي باندي چې په عراق کې اکثریت شیعه گانو پوري تړلی دی دا نیوکه هم کیږي چې انزوا ته د سني لږکلو په استولو سره یې مذهبي تاوتریخوالي ته لمن وهلې ده.

المالکي په بغداد کې د خپلې رایې تر کارولو وروسته خبریالانو ته وویل: «زموږ بریا یقیني ده خو موږ د دې خبري په تمه یو، څو په دې پوه شو چې موږ په کوم تفاوت دغه ټاکنې گټو.»

تر ټاکنو مخکې تاوتریخوالی

تر ټاکنو مخکې پر ټاکنیزو مرکزونو او ټاکنیزو محافلو باندي بریدونه شوي ول، چې له کبله یې دا اندیښنه رامنځ ته شوې وه چې کدای شي د ټاکنو په ورځ ډیر کسان د خپلو رایې د کارولو له پاره ټاکنیزو مرکزونو ته ولاړ نه شي. یوازي په تیرو دوو ورځو کې په ټول عراق او په خاصه توگه بغداد کې د بریدونو او چاودونو شمیر ډیر شوی وو. یوازي په دغو بریدونو کې تر ۸۰ زيات کسان وژل شوي دي. د عراق د انبار ولایت په ځینو سیمو کې د ناآمنیو له کبله د رايي اچوني مرکزونه نه دي پرانیستل شوي.

یوازي په اپریل میاشت کې په عراق کې تر۷۵۰ ډیر کسان وژل شوي دي. دا تر ۲۰۰۷ کال وروسته، په دې هیواد کې په یوه میاشتې کې د تاوتریخوالي تر ټولو لوړه کچه ده.

المالکي وایي چې په عراق کې د تاوتریخوالي د ډیریدو لوی لامل په گاونډي هیواد سوريه کې جگړه ده. هغه پر سعودي عربستان او قطر باندي له یاغیانو سره د ملاتړ کولو تور لگولی دی.

راتلونکی گام

تر ټاکنو وروسته په عراق کې د یوه حکومت جوړول ښايي ډیر وخت ونیسي. په ۲۰۱۰ کال کې په عراق کې تر ټاکنو لس میاشتې وروسته یو حکومت رامنځ ته شو. کارپوهانو گواښ کړی دی چې دا وار کیدای شي د حکومت جوړیدل تر یوه کاله پوري وخت ونیسي دا ځکه چې باید تر ټاکنو وروسته د عراق لږکیو ته هم په حکومت کي ونډه ورکړل شي.