1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د طالبانو په شواخون کې ۱۵ افغان ځواکونه وژل شوي

۱۳۹۷ خرداد ۳, پنجشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې په فاریاب او کندهار ولایتونو کې د شپې له خوا د طالبانو څو بریدونو لږ تر لږه ۱۵ افغان امنیتي ځواکونه وژلي دي.

https://p.dw.com/p/2yE2j
Symbolbild Terrorismus Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د فاریاب د ولایتي شورا غړي محمد عارف، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په شرین تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه آډې او دوو پوستو باندې د طالبانو د شپې بریدونو لږ تر لږه ۱۳ افغان پوځیان وژلي دي. هغه زیاته کړې ده چې په دې پیښه کې تر لسو ډیر نور سرتیري ټپیان شوي هم دي.

عارف روښانه کړې ده چې تر سختو جګړو وروسته، ۱۶ نور سترتیري طالبانو برمته کړي دي. دغه ځايي چارواکي روښانه کړې ده چې طالبان پر ځايي وخت د شپې پر ۱۲ بجو بريدونه پیل کړي.

د ولایت شورا بل غړي صبغت الله سیلاب، ویلي دي چې دغه پوځي اډه چې ۳۵ کسان پکښې میشت ول، په دې موخه کارول کیده چې نزدې پوستو ته مرستې ورسوي او د اړتیا په صورت کې یې له پرسونل څخه د اضافي سرتیرو په توګه کار واخیستل شي.

په یوې بلې پیښې کې په کندهار ولایت کې د پولیسو پر یوې پوستې باندې د طالبانو د یوه برید په پایله کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د کندهار د والي ویاند داود احمدي، ویلي دي چې پیښه د چهارشنبې په شپه ناوخته د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ تر منځ پر غځېدلې لويه لار رامنځ ته شوې ده.

دغه برید په کندهار کې تر يوې ستري خونړۍ چاودني وروسته شوی دی. په دغه چاودنه کي ۲۰ کسان ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول. طالبانو په دې وروستیو وختونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دغه ډله همداراز هڅه کوي چې د لا ډیرو ولسوالیو کنترول په لاس کې واخلي.

طالبانو تیره اوونۍ لنډه موده د فراه ولایت مرکز ته ننوتل خو بيرته ژر د افغان ځواکونو له خوا پر شا وتمبول شول. تر دې مخکې دغه ډله توانیدلې وه چې د لنډې مودې له پاره په ۲۰۱۵م کال کې د کندز ښار کنترول هم په لاس کې واخلي.