1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د طالبانو په دوو يرغلونو کي ۲۵ کسان وژلي سوي دي

۱۳۹۶ اسفند ۲۳, چهارشنبه

افغان چارواکي وايي چي په فراه او هلمند کي د وسله والو طالبانو په دوو بريدونو کي ۲۵ کسان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/2uHRw
Afghanistan Kämpfe in der Prozinz Helmand
انځور: picture-alliance/dpa/W. Yar

د فراه د ولايتي شورا غړو رسنيو ته ويلي دي چي د سه شنبې په ماښام د دغه ولايت مرکز ته نژدې پر يوه قرارگاه باندي د وسله والو طالبانو په بريد کي ۸ يا ۹ عسکر او پوليس او ۱۵ طالبان وژل سوي دي.

له څه مودې راهيسي وسله والو طالبانو د فراه ولايت د مرکز پر امنيتي پوستو او ولسواليو باندي يرغلونو ته زور ورکړی دئ.

دوې ورځي مخکي دوی وتوانېدل چي لنډه موده د دغه ولايت آنار دره ولسوالي ونيسي.

په هلمند کي موټر بم چاودنه

د هلمند ولايت وياند عمر ځواک ويلي دي چي د چهارشنبې ورځي په سهار د دغه ولايت په ناد علي ولسوالۍ کي له يوې امنيتي پوستې سره د موټر بم په چاودنه کي دوه نارينه وژل سوي دي.

خو ځايي رسنيو بيا ويلي دي چي په دغه چاودنه کي ۶ کسان وژل سوي دي. د افغان حکومت وياندان په دې پيژندل سوي دي چي تل د تلفاتو شمېر لږ وښيي. خو د وسله والو طالبانو وياندان بيا تل کوښښ کوي چي تلفات ډېر ياد کړي.