1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د طالبانو په بریدونو کې لسګونه امنیتي سرتیري وژل شوي

۱۳۹۷ خرداد ۳۰, چهارشنبه

چارواکو ویلي چې د طالبانو د اوربند تر رسمي پای ته رسیدو وروسته په لویدیځ ولایت فراه کې د شپې پر مهال د طالبانو په برید کې د امنیتي ځواکونو ۱۷ سرتیري وژل شوي دي. له بادغیس ولایت څخه هم د مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2zt8b
Afghanistan, Anschlag auf Polizeistation in Kandahar
انځور: imago/Xinhua

د فراه د ولایتي شورا غړو فرید احمد بختور او خیر محمد نوروزي ویلي دي چې د امنیتي ځواکونو ۱۲ سرتیري په بلابلوک ولسوالۍ او ۵ تنه نور یې د ایران پولې ته څیرمه د همدې ولایت په ژوند ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شول چې طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

د ولایتي شورا غړی بختور زیاته کړې ده چې د طالبانو تر برید وروسته د امنیتي ځواکونو لږ تر لږه درې سرتیري ټپیان دي او څلور تنه نور لادرکه دي. بختور همدا راز ویلي دي چې په دې ولایت کې د ایران پولې ته څیرمه د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې باندې بریدګر د ایران له خوا راغلي وو.

دغه برید داسې مهال کیږي چې له افغان حکومت سره د درې ورځنیز اوربند تر پای ته رسیدو وروسته، یاغیانو په ټول هیواد کې یو ځل بیا پر خپلو بریدونو پیل کړی دی.

د کوچني اختر په لومړیو دریو ورځو کې میلیونونو افغانانو د حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د درې ورځني اوربند تود هرکلی وکړ. د دغه درې ورځني اوربند په ترڅ کې د طالب جنګیالیو، افغان امنیتي ځواکونو او ملکي افغانانو یو له بل سره ملاقاتونه وکړل او د ورورګلوۍ په فضأ کې یې د اختر ورځې په ګډه ولمانځلې. په دې ترتیب سره دا لومړی ځل وو چې د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو روسته په افغانستان کې یو اوربند نافذیږي.

تر دغه درې ورځنیز اوربند وروسته ولسمشر غني د حکومت له لوري د اوربند موده بیا تمدید کړه او له طالبانو یې هم د متقابل اقدام غوښتنه وکړه خو طالبانو د اوربند غځول تمدید نه کړل او د ولسمشر غوښتنه یې رد کړه.

په عین وخت کې وسلوالو طالبانو د تیرې میاشتې په ترڅ کې د فراه ولایت ډیری برخې تر خپل کنترول لاندې راوستې او د دواړو لورو د جګړو په پایله کې د امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۳۰ سرتیري ووژل شول.

بل لوري ته له لیرې له بادغیس ولایت څخه رارسیدلي رپوټونه وايي چې د وسلوالو طالبانو په دوو بریدونو کې ۳۰ امنیتي سرتیري وژل شوي دي. رویترز خبري آژانس د بادغیس د والي په حواله لیکلي دي چې وسلوالو طالبانو د چهارشنبې په ورځ د (۲۰۱۸م کال د جون میاشتې په ۲۰مه) سهار وختي د امنیتي ځواکونو پر دوو امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۳۰ امنیتي سرتیري وژل شوي دي. تر اوربند وروسته په دې ولایت کې پر امنیتي ځواکونو باندې دا د وسلوالو طالبانو تر ټولو ستر او خونړی برید دی.