1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو پرمشرۍ اختلافات دوام لري

د رویترز آژانس۱۳۹۴ شهریور ۲۱, شنبه

د طالبانود داخلي کړۍ څخه رسنیو ته رسیدلي رپوټونه وايي چې د هغوی نوی مشر، ملا منصور هلې ځلې لري څو د طالبانو یو شمیر لوړ پوړي کسان چې په منځني ختیځ کې میشت دي، د یولړ وعدو په بدل کې له هغه څخه «اطاعت»قانع کړي

https://p.dw.com/p/1GVGN
د طاب یاغیانو یوه وسلواله ډله
د طاب یاغیانو یوه وسلواله ډلهانځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

د رویترز د خبري آژانس له خوا په یو خپور شوي رپوټ کې راغلي دي: د طالبانو د مشرۍ پر سر اختلاف لا تراوسه حل شوي نه دي. دغه اختلاف کیدای شي د دغو زور پالونکو ترمنځ خپلمنځي نښتی راوپاروي او افغانستان نورهم په گډودیو کې ډوب کړي او د افغان حکومت او یاغیانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو راتلونکی نوره هم تت او ستونزمن کړي.

سر بیره پر دې کیدای شی چې له دې اختلاف څخه «داعش» نومې ترهگره ډله استفاده وکړي او د نړې په یوې ډيرې بې ثباتې سیمې کې خپل نفوذ پراخ کړي.

وروسته له هغې چې د افغانستان استخباراتې ادارې د جولای په میاشت کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر ېې بربنډ کړ، ملا منصور په ډير بیړه د هغه د ځای ناستی په توگه وټاکل شوو.

منصور د ملا عمر مرستیال گڼل کیده. ډيري طالب قوماندان په غوسه دي چې منصور د ملا عمر مړینه دوه کاله پټه ساتلې وه، نو له دې امله ېې د مشرۍ د ټاکلو په غونډه کې له گډون څخه مخ واړاوه.

منصور بیا ادعا کوي چې هغه دا کار په دی وجه وکړ چې په ۲۰۱۴ کال کې د ناتو ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې ؤ، د «طالبانو په مینځ کې یووالي خوندي وساتي.»

د د طالبانو نوی شخړیز مشر ملا منصور
د د طالبانو نوی شخړیز مشر ملا منصورانځور: picture-alliance/dpa/Afghan Taliban Militants

د رویترز د خبري آژانس په رپوټ کې چې د طالبانو د څو لوړ پوړو کسانو له ویناوې دغه رپوت چمتو کړی، وړاندی راغلی دی: خو د هغه د هڅو سره سره د ملا عمر د مړینې خبر یو شمیر طالب ډلې خوابدي کړې دي او لږ تر دری ډلو د «اسلامي دولت» یا داعش ته د وفاداری ژمنه کړې ده. داعش اصلا په منځني ختیځ کې فعاله ترهگره ډله ده چې په عراق او سوریه کې په عامه اعدامونو او سیستماتیک جنسي تیرو مشهوره ده.

د طالبانو د داخلې کړۍ څخه ځینو کسانو د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې ملا منصور په وروستیو اونیو کې ملا جلیل چې د طالبانو له سیاسی مشرۍ سره ښېې اړیکی لري، گمارلی دی څو په منځني ختیځ کې هغه لوړ پوړي غړي چې د ملاعمر د زوی په شا اوخوا کې را ټول شوي دي، له هغه څخه اطاعت کولو ته قانع کړي.

طالبان په قطر کې یو سیاسي دفتر لري چې وخت په وخت په عربی متحده اماراتو کې له دیپلوماتانو سره غیر رسمی لیدنې کتنې کوي.

ځینی شخړې لا مخکې موجودې وې

د قطر د خبرو نتایج به وښيی چې آیا ناراضه ډله به د منصور پرضد په یو ښکاره بغاوت لاس پورې کړي که نه.

تراوسه پورې هغې د نوموړي له مشرۍ څخه اطاعت نه دی کړی، خو یو سیال مشر یی هم کاندید کړی نه دی. ویل کیږي چې د عمر کورنۍ د ملا منصور په اندازه نه زیاتې پیسی لري او نه هم زیات جنگيالي. سره بیره پر دې هغه له پاکستان سره له ښوو اړیکو هم برخمن دي.

یوې طالب سرچینې وویل چې په منځني ختیځ کې مشرۍ له منصور څخه د جلا کیدو پلان لري، ځکه هغوی نوموړی له پاکستاني استخباراتو سره په ډیرو نژدې اړیکو تورنوي.

زور پالونکي ماشومان هم جگړې ته لمسوي
زور پالونکي ماشومان هم جگړې ته لمسويانځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

له ډير پخوا څخه پاکستان پر دی تورن دې چې په گاونډي هیواد افغانستان کې له طالبانو ملاتړ کوي او په ۱۹۹۰ لسیزه کې دغه ډله هلته راپیدا کړه. خو پاکستان له دې ډلې سره هر ډول عملیاتي اړیکې ردوي.

دغې سرچینې رویترز ته وویل:«ځیني لوړ پوړي غړي لکه، طیب آغا او ملا حسن رحماني په پاکستان کې د خطر احساس کوي.» سرچینی زیاته کړه: «ملا منصور یو پلاوی چې مشرۍ ېې ملا جلیل کوي استولی دی چې له هغوی سره خبرې وکړی او هغوی وفادارې ته قانع کړي.»

طیب آغا د قطر د سیاسی دفتر مشر دی او رحماني د ملا عمر پخوانی معاون او د سیاسی شورا رئیس ؤ. تر اوسه پورې منصور او د هغه مخالفینو له ښکاره اخ و ډب څخه مخنیوی کړی دی. طالب قوماندانان چې د منصور مخالف دي وايی چې هغه د گواښونو او تطمیع له تکتیک څخه د کار اخیستو سره غواړي خپل موقف ټینگ کړي.

د منصورد مخالفې ډلې یو لوړ پوړي غړي رویترز ته وویل: «ملا منصور خپل مخالفینو ته په اسلامي امارت کې د لوړو څوکیو او ډیرو زیاتو مالي مرستو وعده ورکړه، که چیرې هغوی اطاعت ته سر تیټ کړي، خو هغوی دغه وړاندېز رد کړ.»

هغه وړاندې وویل: «بیا هغه گواښ ورکونکي پیغامونه واستول، خو بیاهم هغوی د نوموړي مشرۍ ته د اطاعت سرتیټ نه کړ.» ځینو طالبانو وویل چې د مشرۍ پر سر ځینی شخړې لا مخکې موجودې وې.

د منصور د مخالفې ډلې یو ویاند، ملا عبدل نیازي وویل: « د منصور وسلوالو کسان د افغانستان په مختلفو سیمو کې کښته پورته کیږي او خپل مخالفین مجبوروي چې له منصور څخه اطاعت وکړي.»

ملامنصوردادالله چې د طالبانو د ډلې څخه د یوې جلا شوي گروپ مشرۍ په غاړه لري، منصور تورنوي چې تیره میاشت یی زابل ولایت ته خپل جنگیالي استولي ؤ ترڅو ځینی سیمې د هغه له کسانو څخه ونیسي.

تیره اونې په یوې خپرې شوې ویدو کې ملا دادالله وویل: « پنځوس طالب جنگیالیو چې په موټرسایکلو سپاره ؤ، د اگست په میاشت کې د شپې له خوا زمونږ پر مرکزونو او پر هستوگڼو سیمو حمله وکړه او د پلټنځاونو د جوړلو هڅه یی وکړه.»

هغه وویل:«مونږ هڅه کوو چې د علماو او سپینږیرو په مینځگړیتوب ستونزه حل کړو. ښايی هغوی مونږ وسلوالې دفاع ته مجبوره کړي.»

د منصور د ډلې یو لوړ پوړي غړي « په مختلفو سیمو کې د ځینو سوء تفاهماتو له امله د جنگیالیو ترمنځ د حینو نښتو» څخه اعتراف وکړ، خو وویل: « مونږ موضوع حل کړه.»

رسنیو کې د طالبانو په نامه مشهور ویاند، ذبیح الله مجاهد چې له ملا منصور څخه ملاتړ کوي، د ملا دادالله ادعاوې ردې کړې. هغه وویل: « مونږ ولی خپل جنگیالي ولیږو چې هغه ته مزاحمت پیدا کړي؟ هغه دومره قوت نه لري چې مونږ ته ستونزه پیدا کړي.»

دغه رپوټ د رویترز د خبري آژانس له خوا له پښاور څخه خپور شوی دی.