شخړي
د طالبانو له يوه زندانه تر۱۰۰ زيات بنديان ازاد سوي
۱۳۹۷ خرداد ۱۰, پنجشنبهاعلان
دغه عملیات چي د چهارشنبې په ماښام سوي دي، پکښې د اووم کنډک کوماندو ځواکونو د کجکي ولسوالۍ په سور کارېز او دې بابا سیمو کې د وسله والو طالبانو پر زندانونو چاپې وهلې دي.
د هلمند د رسنيو دفتر له خوا په خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي دي چې د دې عملياتو په تڅ کي د پنځو مېرمنو په ګډون ۱۰۵ تنه زندانیان د وسله والو له بند څخه ازاد کړل سوي دي.
په آزادو سوو کسانو کي سپین ږيري او د ډیرعمرکسان هم شامل دي.
په خبر پاڼه کي راغلي دي چي په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۴ تنه وژل سوي او یو تن ژوندی نیول سوی دی.
ويل سوي دي چي دغه راز ۱۰ موټرسایکلونه،۱۰ بوشکيي ماینونه او ډيري وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه پوري څه ويلي نه دي.