1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د طالبانو له ویرې تښتیدلي ۸۰ حکومتي کارکوونکي وژغورل شول

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۱, جمعه

چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې افغان ځواکونو د پولیسو او ملکي دولتي کارکوونکو په ګډون هغه۸۰ کسان ژغورلي دي چې په بغلان ولایت کې د طالبانو له ویرې غره ته ختلي ول.

https://p.dw.com/p/2xWOS
Afghanistan Bewaffnete Angreifer stürmen Geheimdienstgebäude in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

کله چې طالبانو د سه شنبې په ورځ د بغلان ولایت تاله و برفک ولسوالي له افغان ځواکونو څخه ونیوله، نو نزدې سل تنه افغان سرتیري او نور دولتي کارکوونکي سیمې ته نزې یوه غره ته وتښتیدل. د بغلان ولایت ویاند محمود حقمل، ویلي دي چې اوس له دغو کسانو څخه ۸۰ تنه یې ژغورل شوي دي.

حقمل زیاته کړې ده چې ولسوال او د ولسوالۍ د پولیسو قوماندان هم د ژغورل شويو کسانو په ډله کې دي چې اوس د بغلان ولایت مرکز پلخمري، ته لیږدول شوي دي.

د بغلان د ولایتي شورا غړي ظریف ظریف، ویلي دي چې د لادرکه شویو کسانو د ژغورنې عملیات د چهارشنبې په ورځ تر هغه وروسته چې له دغو کسانو سره تلیفوني اړیکه ټینګه شوه، پیل شول. ظریف زیاته کړې ده چې اوس هم د پاتې لادرکه کسانو د ژغورنې له پاره عملیات روان دي.

ویل کیږي چې د تاله و برفک په جګړه کې افغان ځواکونو ته سخت تلفات اوښتي دي خو لا تر اوسه پورې په دې اړه دقیقې شمیرې په لاس کې نه شته.

طالبانو په وروستیو وختونو کې پر ولسوالیو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د افغانستان د بیا رغونې امریکایي څارونکې اداراې یا سیګار په خپل وروستي رپوټ کې لیکلي دي چې اوس طالبان د افغانستان د ۱۴،۵ سنله ولسوالیو کنترول په خپل لاس کې لري او ۳۰ سنله نوري ولسوالۍ بیا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ لاس په لاس کیږي.