1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو سره د خبرو په لار کي خنډ د ملګرو ملتونو تور لست دی

۱۳۸۹ بهمن ۲۸, پنجشنبه

د ولسمشر حامد کرزي ياور وايي چي ، طالبان غواړي چي له افغان حکومت سره سوله وکړي ، خو په ملګرو ملتو کي د هغوی د غړو تورلست په دې لاره کي يو ستر خنډه دی.

https://p.dw.com/p/R1rd
«د تور لست څخه د هغو طالبانو نومونه ايستل سوي چي يا مړه او يا هم لادرکه دي.»
«د تور لست څخه د هغو طالبانو نومونه ايستل سوي چي يا مړه او يا هم لادرکه دي.»انځور: picture-alliance/dpa

د ملګرو ملتو د امنيت شورا پر«طالبانو- القاعدې د بنديز نومي کمېټه» چي په 1999 کال کي په 1267 پريکړي سره جوړه سوه، کولای سي چي، د نوموړو ډلو پر غړو باندي بنديزونه ولګوي.د بيلګي په توګه د هغوی د سفر کولو مخه ونيسي او يا د هغوی شتمني منجمدي کړي.

د افغان چارواکو او په دغه هيواد کي د پرتو لويديځو پوځي ځواکونو تر منځ عمومي منل سوی نظر دادی چي، له طالب ياغيانو سره يوه سياسي روغه جوړه ضروري ده ترڅو رواني خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کښېښودل سي.

د افغانستان د ملي امنيت مرستيال مشاور او د ولسمشر حامد کرزي ځانکړي ياور، شيدا ابدالي په لندن کي خبريالانو ته وويل:« زه په يقين سره ويلای سم چي د طالبانو له اړخه د روغي جوړي لپاره ليوالتيا ډيره ده.»

هغه زياته کړه: «مونږ د 1267 پريکړي په اړوند ځيني سياسي ګامونه ته اړتيا لرو،هغه ګامونه چي عملاً بايد واخيستل سي، په دې سره کيدای سي چي د اعتماد فضا رامنځته کړو او طالبانو ته وښيو چي موږ د روغي جوړي په هکله جدي يو.»

هغه وويل چي د روغي جوړي له پاره يې هڅي زياتي کړي دي، خو طالبان «تل دا پوښتنه کوي» چي د ملکور ملتونو له تور لست څخه دي د هغوی د غړو نومونه و ايستل سي. هغه وويل چي دا د خبرو اترو په وړاندي يو«خنډ» دی.

هغه پر لست باندي نيوکي وکړې او وويل چي د ځينو کسانو نومونه بايد له دي لست څخه ليري سي.

د امنيت د شورا ځيني هيوادونو د نوموړي لست څخه د ځينو نومونو د ليري کولو هرکلی کړی، خو ديپلوماتان وايي چي روسيه چي د امينت د شورا له دايمي غړو څخه ده، د اسلامي بنسټ پالني او د نشه توکو په قاچاق کي د طالبانو د لاس درلودلو په هکله انديښنه لري، ځکه نو په دې وجه له ليست څخه د ځينو کسانو د ليري کولو په برخه کي له احتياط څخه کار اخلي.

د افغانستان د ملي امنيت مرستيال مشاور، شيدا ابدالي په لندن کي وويل:«په تيرو شپږو کلونو کي موږ توانيدلي يو چي، يوازي 50 کسان د ملګرو ملتو د تور لست څخه وباسو. د هغي بيروکراسي په برخه کي چي په دې لاره کي موجوده ده او د امينت د شورا د ځينو هيوادنو د نه ليواليتا له امله موږ راضي نه يو.»

د طالبانوځيني هغه کسان چي له تور لست څخه ايستل سوي، هغوی يا مړه دي او يا هم لادرکه.

په عين وخت کي په لندن کي د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاروف د خپل بريتانوي سيال ويليام هيګ سره د سه شنپه په ورځ تر يوې لنډي ليدني وروسته د يو ثبات لرونکي، ديموکرات او د تروريزم او نشه يي توکو څخه د خلاص افغانستان د جوړيدو په لاره کي د افغان حکومت د هڅو ستاينه وکړه.

په يوه ګده وينا پاڼه کي دواړو، د ولسمشر کرزي د هغو هڅو ملاتړ وکړی چي، هغو طالب افغانانو ته يې لاس اوږد کړی چي له القاعدي او نوور تروريستي شبکو سره خپل تړاو پريکړي.

هغوي د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د «طالبانو- القاعدي د بنديز نومي کميته» پر شته والي اواهميت باندي ټينکار وکړی، وويل چي دغه کميټه صلاحيت لري هرهغه څوک « په تور لست» کي ونيسي چي د ترهګرۍ ملاتړ کوي او يا يې تمويلي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل