1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو خلاف جګړه کي څوک وژل کیږي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۹, جمعه

له 2002 کال را په دی خوا د افغانستان، ګاونډی هيواد، پاکستان هم د جګړي په ډګر بدل شوي. په لس ګونو زره پاکستاني پوځيان په قبايلي سيمو کي ځاي په ځاي شوي. ډيري سرتيري نه پوهيږي ولي جنګيږي. شادي خان هم د هغو له جملي څخه دي

https://p.dw.com/p/116MU
په پاکستان می هم د جګړی ډیری قربانیان ولسی وګړی دی
په پاکستان می هم د جګړی ډیری قربانیان ولسی وګړی دیانځور: AP

شادي خان هم کله د طالبانو خلاف جګړه کي يو وياړلي سرتيري وو. خو نن هغه د دردونو دلاسه لړزيږي، د پاکستان د خونړي جګړي په ميدان کي د يوه بم په چاودنه کي دهغه د دواړ پښو څخه تاوو بنداژ د دغه حالت ښکاروندوي ده.

دهغه ډلګي، په يو لړعملياتو کي 10 تنه طالبان نيولي او 8 تنه نور يي وژلي وو، دوي په جنوبي وزيرستان کي د خپل مقر په لور بيرته د ستنيدو په حال کي وو، کله چي د ځمکني ماين ښکار شول. دا د 2010 کال د اګست مياشت وه. او هغه تر اوسه هم په روغتون کي دي.

شادي خان وايي: « دا داسي وه لکه چي زه دي د ټوپک په مرمي لګيدلي يم، زما دواړه پښي الوتي وي او په ګيډه مي زخمونه خوړلي وو، زه په ټوله خبره پوه ووم خو پر ما 3 ساعته تير شول چي د دي حالته راووتم.»

په دغه پيښه کي يو سرتيري وژل شوي وو او په 3 زخميانو کي د خان حالت د انديښني وړ وو، چي بيا وروسته دوي يو ځايي روغتون ته وړل شوي وو. تر هغي وروسته خان څو ځلي تر طبي عملياتو تير شوي خو د هغه دواړه پښي د ځنګانه څخه لاندي پريکړل شوي دي.

خان زياتوي « زه به اوس کور ته لاړ شم او يواځي به د خداي عبادت کوم. زه ځوان يم خو نشم کولي چي د خپل کور په لور، کنډ او کپر لار په خپلو پښو ووهم. زه نور څه کولي شم ؟ که چيري راته په يوه ښوونځي کي د ښوونکي په صفت دنده راکړل شي نو هغوي ته به درس ور کړم.»

د امريکا ددي فشار تر وروسته چي افغان پولي ته څيرمه دي د پاکستان قبايلي سيمي د القاعدي او د هغوي د ملاتړو څخه خالي کړاي شي، د 2004 م کال راهيسي په دي جګړه پاکستان خپل 2.795 سرتيري له لاسه ورکړي او نور 8.671 سرتيري يي ټپيان شوي دي.

په پاکستان می هم د جګړی ډیری قربانیان ولسی وګړی دی
اسلام آباد په قبایلی سیمو کی لس ګونو زره سرتیری د امنیت د ساتلو په نامه خوندی کړی دیانځور: picture alliance / landov

د 2007 م کال د جولاي د مياشتي څخه را پديخوا په پاکستان کي په بمي چاودنو کي هم 4200 انسانانو خپل ژوند دلاسه ورکړي. چي دغي حالت د اتومي وسلي لرونکي هيواد د بي ثباتي په لور روان کړي، نو رژيم دي ته مجبورشو چي د کورنيو طالبانو خلاف سخته جګړه وکړي.

خان په راولپنډي کي د پاکستاني پوځونو د بيا خپل حالت د ستنوني په يوه مرکز کي بستر دي. دا په پاکستان کي يواځيني داسي روغتون دي چي د معيبوبو شوو سرتيرو دړي وړي شوي ژوند د بيا ژغورني لپاره هلي ځلي کوي.

د دوي د پام وړ هلو ځلو د خان درد لږ څه کم کړي دي. د خان کورني د سند په ايالت کي ژوند کوي، چي ددغه ځاي څخه په سلونو ميلو لري پرته ده، د خان تر زخمي کيدو وروسته تر اوسه يو ځل د هغه پلار د ده پوښتني ته راغلي دي.

خان وايي: «د نوو مصنوعي پښو تر پيونديدو ورسته يي څه نا څه د ښارښت احساس کاوه، 4 ورځي کيږي چي ما ته يي نوي مصنوعي پښي را کړي دي، تر دي وړاندي ماته نوري مصنوعي پښي راکړ شوي وي خو هغه برابري نه وي.»

د دغه روغتون کار کوونکي وايي چي روغتون د لږ شمير کارکوونکو د مشکل سره مخامخ ده. پدغه روغتون کي د 100 مريضانو لپاره کټونه شته.

د دغه روغتون مشر تورن جنرال اختر وحيد وايي چي په روغتون کي هره ورځ 750تنه ناروغان کتل کيږي، هغه وايي چي په دغه روغتون کي 5 تنه متخصصان، 13 تنه نرسان، 3 تنه ډکتران او 12 تنه فزوتراپان ( د بدني غړو پالونکي) کار کوي.

تورن زاهد رستم وايي: « په تيرو 6 کلونو کي هر څه بدل شوي دي. تر دي وړاندي چي زه خپلي زده کړي په استراليا، لندن او امريکا کي سر ته ورسوم، پخوا به مونږ داسي ناروغان لټول چي مثلا د کوم ځايي څخه راوليدلي اوسي او يا دي ورته ناروغي ، خو اوس مونږ داسي زخميان لرو چي نخاع شوکي او يا يا بيخي فلج شوي کسان دي. هغه زياته کړه « اوس مونږه ډير زيات کار لرو، ډير زيات.» رستم اژانس پريس ته زياته کړه: «مونږه داسي کسانو ته ضرورت لرو چي تخصص ولري.»

په پاکستان می هم د جګړی ډیری قربانیان ولسی وګړی دی
په قبایلی سیمو کی عام خلک د پوځ د حملو په مخالفت راپورته سویانځور: AP

سيد الطاف حسين يو د خوشبختو کسانو څخه دي چي په شمالي وزيرستان کي بيرته په خپلي دندي ګمارل شوي . په ۲۰۰۹ کال کي د نومبر دمياشتي په ۲۶ نيټي په يوه جګړه کي هغه خپله يوه پښه د لاسه ورکړي وه. دهغه په خپله وينا هغه اوس « ډير څه نه شي کولي». هغه 34 کلن دي او 14 کاله په پوځ کي پر دنده بوخت وو.

هغه وايي « زه نشم کولاي چي اوس دنده پريږدم، ما ته نور 4 کاله پاتي دي، نو بيا زه کولي شم چي خپل تقاوتي معاش واخلم، ګني زه به د ډيرو مالي مشکلاتو سره مخامخ شم.»

د دي سره چي حسين د هيواد دپاره خپل ژوند په خطر کي واچوو، هغه ته مياشتني معاش 14.670 کلداري چي 174 يورو کيږي ورکول کيږي چي هغه پري د خپلي کورني 14 غړي وساتي.

د ډيرو په آند هندوستان ته د پاکستان د لمړني دښمن په سترګه کتل کيږي، د طالبانو سره جګړه بايد په لمړيتوبونو کي نه وي.

ډګرمن عباس خپل ځوي جګړن قاسم ته ګوري چي د فزيوتراپي څخه وروسته په چوکي کيښني. جګړن قاسم پخوا په پوځ کي د کوماندو يو غړي وو.

د ډګرمن عباس په وينا دا پوځ د دي مقصد دپاره نه دي جوړ شوي چي په کورني جګړه ګي د خپلو مخالفينو پر ضد وجنګيږيږي.

آژانسونه/سيد رياض

کتونکي: عبدالباري حکيم