1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی

۱۳۹۶ بهمن ۴, چهارشنبه

شکمنې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په پاکستان کې پر یوه کور باندې د برید په پایله کې د حقاني شبکې دوه یاغیان وژلي دي. دغه رپوټ رویترز د دوو پاکستاني امنیتي چارواکو له قوله ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2rPd4
Afghanistan Drohne
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Wigglesworth

د پاکستان د پولیسو یوه افسر او د استخباراتي ادارې یوه چارواکي په خبره د پاکستان په قبایلي سیمه کې پر یوه کور باندې دوه توغندي توغول شوي دي چې په پایله کې یې د احسن خوری او نثار محمود په نوم دوه یاغیان وژل شوي دي. پيښه د کرم ایجنسۍ په ډپه ماموزۍ کلي کې رامنځ ته شوې ده.

په سیمه کې میشت د استخباراتي ادارې یوه کارکوونکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې «د ډرون (بې پیلوټه الوتکه) په برید کې د حقاني شبکې دوه یاغیان وژل شوي دي.»

د ۲۰۱۷م کال د  جنورۍ میاشتې را په دې خوا چې ولسشمر دونالد ترمپ د امریکا متحده ایالاتو د حکومت چارې په غاړه اخیستی دي، د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په قبایلي سیمو کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې یو څه ډیروالی لیدل کیږي. که څه هم هغومره نه دي لکه په ۲۰۱۰م کال کې چې وو.

د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې یو کس سخت ټپي شوی وو. د دسمبر میاشتې په ۲۶ نیټه د بې پیلوټه الوتکې په یوه بل برید کې د حقاني شبکې یو بل شکمن کس په پاکستان کې وژل شوی وو.

د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د پاکستان پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی او په خبره یې پاکستان د حقاني شبکې لوړپوړو قوماندانانو ته پټنځایونه برابروي کوم چې زیاتره مهال په افغانستان کې خونړي بریدونه تر سره کوي.

د پاکستان او متحده ایالاتو اړیکې وروسته له هغې لا پسې ترینګلې شوې چې ولسمشر دونالد ترمپ د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ میاشتې په لومړۍ نیټه د پاکستان په هکله وویل چې له درواغو او تیر ایستلو کار اخلي. متحده ایالاتو پاکستان ته د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت مرستې هم وځنډولې.

پاکستان بیا یاغیانو ته د پټنځای ورکول ردوي او پر واشنګټن تور پورې کوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د پاکستان قربانیو ته درناوی نه کوي.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په تیره لسیزه کې د بې پيلوټه الوتکو زیاتره بریدونه د پاکستان په قبایلي سیمو کې تر سره شوي دي، خو ځیني پاکستاني چارواکي اندیښنه لري چې ښایي د ترمپ د واکمنۍ پر مهال د قبایلي سیمو دباندې هم بریدونه وشي.

رویترز

زموږ له آرشیف څخه: