1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شپني عملیاتو پر سره موافقه سوې ده

۱۳۹۱ فروردین ۲۰, یکشنبه

افغانستان او امریکا متحده ایالاتو نن موافقه وکړه چې د افغانانو په کورونو باندې د اړتیا وړ شپني عملیاتو قومانده به یوازې د افغانانو پر غاړه وي

https://p.dw.com/p/14ZZU
انځور: dapd

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو څخه مخکې افغان حکومت او د هغه لویدځ متحدین په هغې یوې لانجمنی موضوع موافقی ته ورسیدل چې وخت په وخت ئې د نړیوالو ځواکونو پر ضد یو ډول احساسات راپارولي دي.

افغانستان او متحده ایالاتو نن «د یکشنبې ورځ د ۲۰۱۲م کال د اپریل د میاشتې ۸مه» په رسمي توګه موافقه وکړه چې وروسته له دې به د ضرورت په صورت کې د شپې له خوا تر سره کیدونکي عملیات یوازې د افغانستان د امنیتي ځواکونو له خوا سرته ورسیږي.

دغه موافقه نن د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک او د متحده ایالاتو او د ناټو عمومي قوماندان جان الین په کابل کې لاس لیک کړه.

الین وویل: « نن مونږ د افغانستان او د متحده ایالاتو تر منځ د یوه ستراتیژیکي مشارکت په لور یو ګام وړاندې واخیست.» هغه زیاته کړه:« له دی څخه مهمه خبره دا ده چې مونږ د خپل ګډ هدف او ګډ تصور په لور چې یو با ثباته او خپلواکمن افغانستان جوړ شي، ته یو بل قدم نزدی شو.»

د دغې موافقې له مخې افغان چارواکي به د شپې له خوا تر سره کیدونکو عملیاتو باندې کنترول ولري او تصمیم به نیسی چې څوک بندیان ونیسي که نه. دغه راز هغوی صلاحیت لري چې امریکا متحده ایالاتو ته له بندیانو څخه د پوښتنې اجازه ورکړي او که نه.

Afghanistan Nächtliche Razzia
انځور: AP

دغه راز موافقه وایي چې یو افغان قاضي به د عملیاتو له پیل څخه مخکې د هغې منظوري ورکوي.

څیړونکو خبرداری ورکړی دئ چې پر داسې عملیاتو باندې ټینګ قیودات ښایي د یاغیانو د فعالیتونو په مخنیوي کې د نړیوالو ځواکونو عملیات اغیزمن کړي.

ویل شوي دي چې امریکایي سرتیري به بیاهم په دې عملیاتو کې ګډون لري، خو د افغانستان یوه نوی ځانگړې کوماندو به د هغو قومانده پر غاړه لري.

د دفاع وزیر رحیم وردک خبري کنفرانس ته وویل: «سر له اوس به د شپې له خوا تر سره کیدونکي ټول عملیات د افغانستان د ملي اردو، پولیسو او استخباراتو له خوا د افغانستان د قضایي ارګان په مرسته سرته رسول کیږي.»

په لاسلیک شوي سند کې راغلي دي چې د شپني عملیاتو له پاره ټول لازم لوژستیکي او تخنیکي مرستې به د امریکا متحده ایالاتو له خوا د افغانستان خاصې کوماندو په اختیار کی کیښودل کیږی.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض