1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شينزو او ترمپ ملاقات ـ د ترمپ د لور پر ګډون اندېښنې

۱۳۹۵ آبان ۲۸, جمعه

دا په ټاکنو کې تر بریا وروسته له یوه بهرني مشر سره د هغه لومړۍ لیدنه ده. په غونډه کې د ترمپ لور اوانکا ترمپ هم حاضره وه چې دې موضوع په امریکا متحده ایالاتو کې نوې اندیښنې راپارولې دي.

https://p.dw.com/p/2SsDY
USA Treffen Donald Trump und Shinzo Abe
انځور: picture-alliance/dpa/Cabinet Public Relations Office/Ho

ترمپ له ابې سره په خپل هوټل کې چې "ترمپ تاور" نومیږي، ولیدل. د ترمپ او ابې د لیدنې پر مهال د هغه مشره لور ایوانکا ترمپ هم لیدل کیږي. ایوانکا چې ویل کیږي پر خپل پلار باندې ډیره اغیزه لري، لومړی موډله وه خو اوس خپل تجارتي کاروبار لري.

که څه هم رسنیو ته په منهنتن کې ترسره شوې دې غونډې ته د تلو اجازه ور نه کړل شوه، خو هغه انځورونه چې د جاپان د حکومت له خوا خپاره شوي دي، ایوانکا او د هغې میړه جیرد کوشنر، له ابې سره د خبرو پر مهال ښيي.

ایوانکا او د هغې میړه دواړه ۳۵ کاله عمر لري او په وروستیو وختونو کې د ترمپ په ډیرو مهمو مشاورینو بدل شوې دي.

د ترمپ سره د لومړي بهرني مشر ملاقات

د امریکا متحده ایالاتو د نومبر د اتمې نیټې د ټاکنو تر حیرانوونکې پایلې وروسته، ډیر شمیر نړیوال مشران له ترمپ سره په اړیکه ټینګولو او د خپل هیواد پر وړاندې د هغه د سیاست په معلومولو په هڅه کې دي. خو د جاپان لومړی وزیر شینزو ابې، لومړی بهرني مشر وو چې له ترمپ سره یې د هغه تر ټاکل کیدو وروسته، مخامخ خبرې اترې وکړي.

په داسې حال کې ډیر شمیر هیوادونه لا نه پوهیږي چې ترمپ به د بیلګې په توګه د اسیا په اړه څه ډول سیاست غوره کړي، شینزو ابې له دې امریکایي مشر سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل چې له دې لیدنې هغه قانع کړ چې "د امریکا متحده ایالاتو نوی ټاکل شوی ولسمشر داسې یو کس دی چې دی پر ډیر باور کولی شي."

هغه زیاته کړه: "موږ وتوانیدو چې د یوې اوږدې مودې له پاره سپینې خبرې وکړو. موږ دا خبرې په ډیرې صمیمانه فضا کې وکړي [...] د دواړو هیوادونو تر منځ له اعتماد پرته، زموږ اتحاد په راتلونکې کې کار نه شي کولای."

په یوه خپور شوي انځور کې پخوانی جنرال مایکل فلن، هم لیدل کیږي. ویل کیږي چې هغه ته د ملي امنیت د سلاکار د دندې وړاندیز شوی دی.

خو په غونډه کې د ایوانکا حضور تر ټولو ډیره توجه ځان ته جلب کړه، په خاصه توګه تر هغه وروسته چې ځینو رسنیو خبر ورکړ چې ترمپ غواړي ایوانکا چاپان ته د امریکا متحده ایالاتو د سفیرې په توګه واستوي.

«غېرې معموله خبره»

د نیګاتا پروفیکتور له پوهنتون څخه پروفیسور یوشینوباو یاماموتو، په دې اړه وویل: "دا ډیره غیرې معموله خبره ده چې د کورنۍ یو غړۍ د دوو هیوادونو د مشرانو په لومړۍ غونډه کې حاضر وي؛ آن که دغه غونډه غیرې رسمي هم وي."

هغه زیاته کړه: "دا ښيي چې هغه به د ترمپ په اداره کې یو مهم نقش ولوبوي. خو دا خبره ډیره حیرانوونکي نه ده چې ایوانکا په دې غونډه کې حاضره وه، ځکه هغه له پخوا لا په سیاست کې ښکیله ده. په هر حال دا د ترمپ د کار طریقه ده."

ایوانکا همدا اوس هم د خپل پلار په کاروبار کې ډیر مهم نقش لري، دا چې هغه په د خپل پلار په سیاست کې څومره ښکیله وې، ښايي د وخت په تیریدو سره روښانه شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (17.11.2016):