1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوریا لوی درستیز د فساد په جرم اعدام شوی

۱۳۹۴ بهمن ۲۲, پنجشنبه

د سویلي کوریا ین هپ، خبري آژانس ویلي دي چې د شمالي کوریا رژیم خپل لوی درستیز ري یونګ جیل، اعدام کړی دی. تر دې مخکې هم په شمالي کوریا کې یو شمیر لوړ پوړي دولتي چارواکي اعدام شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Htdd
Nordkorea Kim Jong-un
انځور: Reuters

جنرال ري یانګ تیره اوونۍ د اداري فساد او سیاسي ډلي د جوړولو په تور اعدام شوی دی. هپ خبري آژانس ویلي دي چې دغه اعدام په داسې حال کې ترسره شوی دی چې د شمالي کوریا ځوان رهبر کیم یونک اون، د پوځ او خپل پیاوړي ګارګرانو ګوند، یوه غونډه راغوښتې وه.

خبرې آژانس د داسې سرچینو په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي دي: «د اعدام دغه پیښه ښيي چې کیم اوس هم بشپړ ډاډ نه لري چې پر پوځ باندې پوره کنترول لري.» دغې سرچینې زیاته کړې ده چې کیم اوس هم «خپلې ترهګرۍ ته دوام ورکوي».

ري په ۲۰۱۳م کال کې د شمالي کوریا په پوځ کې ګومارل شوی وو. خو تیره اوونۍ د هغه نوم د ګومارل شویو کسانو په ډله کې نه وو چې له کبله یې د هغه د ژوند او مړینې په اړه پوښتنې پیدا شوې.

سرچینو ویلي دي چې د ري کیدای شي د هغو نیوکو له کبله وژل شوي وي چې ده په پوځ کې پر ورستیو ګومارنو باندي کړې وې. داسې آوازې هم شته چې ري په حکومت کې د نورو کسانو د دسیسې ښکار شوي دي.

تر دې مخکې د شمالي کوریا مشر د خپل دفاع وزیر د وژلو امر هم کړی وو او هغه یې د مرمیو په ویشتلو له منځه وړی وو. د جنوبي کوریا استخباراتي سازمان ویلي دي چې یوازې د روان کال له پیل راهیسي په شمالي کوریا کې ۱۵ چارواکي وژل شوي دي.