1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د شمالي کوریا د اتومي پروګرام په اړه د ملګرو ملتونو اندیښنې

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۵, جمعه

د اتومي انرژي نړیوال آژانس د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په اړه ژورې اندیښنه ښوولې. د دې ادارې مشر دغه حالت ډیر جدي بللی دی او ویلي یې دي چې امنیتي ګواښونه یوازې سیمه ییز نه، بلکه تر دې سیمې ډیر پراخ دي.

https://p.dw.com/p/2cRdn
Nordkorea Atomtestgelände Punggye-ri
انځور: CNES/Airbus DS/38 North/Spot Image

د IAEA یا د اتومي انرژي نړیوال آژانس مشر یوکیا امانو، له یوې آلمانۍ ورځپاڼې «زود دویچه سایتونګ» سره په مرکه کې ويلي دي: «موږ داسې شواهد په لاس کې لرو چې ښيي د شمالي کوریا اتومي پروګرام د دې هیواد له لوري د اعلان شوي پروګرام سره سم پرمخ روان دی.»

که څه هم په پینګ یانګ کې د کمونیستي رژیم مشرتابه په ۲۰۰۹م کال کې د اتومي انرژي نړیوال سازمان له دې هیواد څخه اخراج کړی وو، خو د چارو کارپوهان د سټلایتي انځورونو څخه په ګټه اخیستنې د دې رژیم اتومي فعالیتونه تر څار لاندې لري. امانو زیاته کړې: «ټول شواهد ښيي چې [د شمالي کوریا اتومي پروګرام] د پرمختګ په حال کې دی. ما تل په ټینګار ویلي دي چې حالت ډیر زیات جدي دی.»

د ریاکتورونو په سیمه کې رغنیزې چارې دوه برابره شوي

د دې سازمان مشر امانو، همدا راز د یونګ بیون په سیمه کې پنځه میګاواټه څیړنیز ریاکتور ته اشاره کوي. د ملګرو ملتونو د دې جاپاني دپلومات په حواله له تخنیکي پلوه دغه ریاکتورونه د دې وړتیا لري چې د یوې مشخصې مودې له پاره سوځیدونکي توکي بل وساتي. امانو ویلي دي: «په هغه ریاکتور کې چې دغه نمونه پکې ازمویل کیږي، کولای شي چې داسې پلوتونیوم [پلاتینیم] تولید شي چې د اتومي وسلو د تولید له پاره هم کارول کیدای شي.»

نوموړي همدا راز د امریکايي سیاسنپوه زیګفرید هکر لخوا په ۲۰۱۰م کال کې چمتوي شوي رپوټ ته هم اشاره وکړه چې په شمالي کوریا کې د اتومي وسلو د غني کولو د تاسیساتو په هکله خپور شوی وو. د امانو په حواله د ملګرو ملتونو شواهد ښيي چې له هغه وخت راهیسې په دې سیمه کې نور تاسیسات هم رغول شوي دي او د ریاکتور شاوخوا سیمه کې د رغونې چارې دوه برابره شوې ده.

شمالي کوریا د روان کال د اپریل میاشتې په پنځمه نیټه د یوه داسې توغندې له آزموینې سره چې شاوخوا ۶۰ کلیومتره د جاپان په لور توغول شوی وو، په پارونې لاس پورې کړ.

د اتومي انرژۍ نړیوال آژانس مشر خبرداری ورکړی چې دغه هیواد چې د پراخو بندیزونو له امله له انزوا سره مخامخ دی باید په ټیټه سترګه ورته ونه کتل شي. امانو په دې هکله وویل: «دا فکر غلط دی چې دوی به په کافي اندازه خوارکي توکي او لوړ صنعتي معیارونه ونلري. کله چې یو ملت په یوه څانګه باندې تمرکز او پانګوه کوي، کولای شي ډیرې لاسته راوړنې ولري.»

د شمالي کوریا دیکتاتور کیم یونګ اون، د ملګرو ملتونو له خوا د وضع شوو پراخو بندیزونه سره، داسې توغندي جوړوي چې د جاپان او جنوبي کوریا سربیره کولای شي د امریکا د متحده ایالاتو تر ساحل پورې هم ورسیږي. کیم یونګ اون تیره اوونۍ څو ځله د برید ګواښ هم کړی وو.

د دپلوماتیکو اړیکو ډیر کمیدل

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونلد ترمپ، د خپل واک له پیل څخه پر شمالي کوریا باندې د فشار راوستلو هڅې کړي دي. د هغه حکومت ویلي چې یوه پوځي اقدام هم ناممکنه نه دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، د پنجشنبې په ورځ د جنوب ـ ختیځ آسیايي هیوادونو د اقتصادي سازمان یا آسیان د لسو غړو هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو وغوښتل چې له پیانګ یانګ سره دې خپلې دپلوماتیکي اړیکې ډیرې کمې کړي.

تیلرسن په دې هکله ویلي دي چې په دې توګه کیدای شي د شمالي کوریا د اتومي توغندیو د پروګرام د پرمختګ مخنیوی وشي. د جنوب – شرقي هیوادونو د اقتصادي سازمان یا آسیان د سازمان اتو بهرنیو چارو وزیرانو او د دې سازمان دوه لوړ پوړو چارواکو له تیلرسن سره د خبرو اترو له پاره د امریکا متحده ایالاتو ته سفر کړی وو.

په عین وخت کې چین د شمالي کوریا وروستی متحد او د اړیکو نیولو اصلي اړخ ګڼل کیږي. د شمالي کوریا کابو ۸۰ سلنه بهرنۍ سوداګري د همدې ستر ګاونډې له لارې کیږي. له بل پلوه پر پیونګ یانګ باندې د پیکینګ نفوذ هم محدود دی. د چین ولسمشر، شي جین پینګ تراوسه پورې په شخصي توګه هیڅکله هم له کیم یونګ اون سره نه دي کتلي. په تیرو اونیو کې د چین مشرتابه څو ځله له شمالي کوریا د زغم غوښتنه کړې وه، خو پیانګ یانګ بیا په دې وروستیو کې په کلکو انتقادونو او غیر معمولي توګه غبرګون ښوولی دی.

چين د شدید غبرګون تهدید کړی

چین اوس دا واضح کړې ده چې د شمالي کوریا د تازه توغندیو د آزموینې پر ضد به په بې ساري توګه غبرګون وښيي. د چین د انګلیسي ژبې ورځپاڼې «ګلوبل تایمز» په یوه تبصره کې راغلي دي چې چین باید دغه پیغام په واضیح ډول شمالي کوریا ته ورسوي. په دې مقاله کې تبصره کوونکي همدا راز د دواړو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه هم کړې ده او ویلي یې دي چې دا به له «دې کړکیچ څخه د پیانګ یانګ» د ایستلو یوازینی لار وي.

زموږ له ارشيف څخه: