1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا بیا توغندی ازمویلی دی

۱۳۹۶ شهریور ۲۴, جمعه

شمال کوریا یو ځل بیا توغندی توغولی دی. په ټوکیو کې حکومت خبر ورکړی دی چې دغه توغندی د جاپان له خاورې تیر شوی دی. جنوبي کوریا د ملي امنیت شورا غونډه رابللې ده.

https://p.dw.com/p/2k1QV
Nordkorea feuert erneut Rakete über Japan hinweg
په جاپاني تلويزيون کي د توغندی د ازمويني په تړاو د راپور انځورانځور: Reuters/I. Kato

ظاهرا شمالي کوریا یو توغندی ازمویلی چې د جاپان له خاورې تیر شوی دی. د جاپان د ان اچ کې، په نوم تلویزوني چینل خبر ورکړی دی چې دغه څه یو جی – الرټ، په نوم د خبرداری سیستم ښوولی دی. د دغو معلوماتو له مخې توغندی د جاپان له شمال څخه پر نورو سربیره د هوکایدو له ټاپو هم تیر شوی دی او تر هغې وروسته په پاسفیک یا آرام سمندرګي کې غورځیدلی دی.

د جاپان د کابیني سیکرتر یوشيهیدي سوګا، ویلي دي چې دغه توغندی د جاپان له سیمې څخه ۲۰۰۰ کیلومتره وړاندې په سمندر کې راغورځیدلی دی. د هغه په خبره تر اوسه په دې هکله هیڅ کومې نخښې نښانې نه شته چې د دغه توغندي کومې برخه د جاپان په خاوره کې رالویدلي وي.

د جنوبي کوریا د ګډو ځواکونو دفتر خبر ورکړی دی چې د امریکا متحدو ایالاتو پوځ په دې هکله نور جزئیات ارزیابي کوي. زیاته شوې چې د لومړنیو ارزونو له مخې دغه توغندی د شمالي کوریا پلازمینې پیونګ یانګ، ته څیرمه له سونان څخه توغول شوی دی. د جنوبي کوریا ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي امنیت شورا غونډه رابللې ده.

د جنوبي کوریا د توغندیو تمرینونه

متحده ایالاتو، جاپان او جنوبي کوریا د توغندي ازموینې بیا په غوسه کړي او د پیونګ یانګ پر مشرتابه باندې یې ګاونډیو هیوادونو ته د لمسون او ګواښ تور لګولی دی. د جنوبي کوریا امنیتي ځواکونو په خپلو پوځي تمرینونو کې د یوه بالستیک توغندي په توغولو سره غبرګون ښوولی دی.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن له لوري په یوه بیانیه کې ویل شوي دي: «له دوې اونیو څخه په کمه موده کې دا دوهم وار دی چې له جاپان سره د متحدو ایالاتو د تړون یو شریک په مستقیمه توګه ګواښل کیږي.» هغه یادونه کړې ده چې د دغه لمسون ادامه به په دې کې مرسته وکړي چې د شمالي کوریا دیپلوماتیکه او اقتصادي انزوا لا پسې ژوره شي. د جاپان لومړي وزیر شینو آبې دغه برید غندلی او نه د زغملو وړ یې بللی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیړنۍ غونډه

په دې ترځ کې په آرام سمندرګي کې د متحدو ایالاتو د قومندې مرکز خبر ورکړی دی چې د سهار وختي توغول شوی توغندی د اټکلونو له مخې د منځني واټن ویشتونکی توغندی دی. د دغه مرکز په خبره توغندی نه د متحدو ایالاتو وچې او یا هم په پاسفیک کې د ګوام ټاپو ته کوم خطر وو. زیاته شوې ده چې متحده ایالات به د خپلو متحدینو چې پکښې جاپان او جنوبي کوریا راځي د دفاع په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. دغه مرکز په خپله بیانه کې دا هم ویلي دي چې د شمالي کوریا پوځي کړنې به په راتلونکي کې هم دقیقا وڅارل شي.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ یوه بیړنۍ غونډه تر سره کوي. د ایتوپیا استازي چې په روانه میاشت کې د دغې شورا دوره یي مشري پر غاړه لري ویلي دي چې شور به تر ماسپښین د مخه (د سیمي په وخت) په نیویارک کې غونډه وکړي. د دیپلوماتانو د معلوماتو له مخې دغه غونډه به د تړلو دروازو تر شا وشي. دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا د شمالي کوریا د وروستۍ اتومي ازموینې په غبرګون کې پر دغه هیواد باندې د یو شمیر بندیزونو له پاره پریکړه لیک تصویب کړ. د ملګرو ملتونو پریکړه لیکونه شمالي کوریا له اتومي او د توغندیو له ازموینو منع کوي.

امریکايي جنرال: د سپتمبر په دریمه تر سره شوې ازموینه ښاي هایدروجن بم وي

د چهارشنبې په ورځ شمالی کوریا د نوو بندیزونو په غبرګون کې متحدو ایالاتو او جاپان ته ګواښونه کړي وو. د امنیت شورا د شمالي کوریا له لوري د سپتمبر میاشتې په دریمه نیټه د هایدروجن بم د ازمویلو پریکړه غندلې وه. د امریکا متحدو ایالاتو د کیماوي وسلو د غونډ مشر جون هایتن، خبریالانو ته ویلي دي چې د سپتمبر د میاشتې د دریمې نیټې ازموینه احتمالا کیدای شي یو هایدروجن بم وي. شمالي کوریا د لومړي ځل له پاره د هایدروجن بم د ازمویلو اعلان کړی وو. خو امریکایي کارپوهانو لا تر اوسه نه دغه خبر تائید کړی او نه هم رد کړی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (10.07.2017):