1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوريا پر نوي راکټي ازموينې ترينګلتيا

۱۳۹۶ فروردین ۲۷, یکشنبه

د شمالي کوريا راکټي ازموينې جنوبي کوريا ته د مايک پېنس پر سفر سيوری غوړولی دی. دغه ازموينه ناکامه شوې ده، خو داسې ښايي چې د جنوبي کوريا او د امريکا د متحده آيالاتو له پاره به پيونګ يانګ له سرې کرښې څخه اوښتې وي.

https://p.dw.com/p/2bJBO
Südkorea Besuch US Vizepräsident Mike Pence
انځور: Reuters/K. Hong-Ji

دا کوم عادي دولتي سفر نه دی، سره له دې چې په اولې کتنې سره همداسې برېښي. د متحده آيالاتو د مرستيال ولسمشر، مايک پېنس، په اجنډا کې له امريکايي عسکرو سره د ايستر مراسم او د جنوبي کوريا له حکومتي استازو سره خبرې اترې هم راغلې دي. دغه سلا مشورې اوس تر ترينګلو حالاتو لاندې نيول کيږي. وروسته له هغه چې شمالي کوريا د شپې يو توغندی ازمويلی دی، د جنوبي کوريا په پلازمېنه سول کې د ملي امنيت شورا سره راټوله شوې ده.

داسې ويل کيږي چې يو «تصميم» به ونيول شي. د جنوبي کوريا له بهرنيو چارو وزارت څخه ويل شوي دي چې که شمالي کوريا يوه بله اتومي ازموينه يا کوم بل پارونکی عمل تر سره کړي، به د «جدي جزايي تدابيرو» له لارې ورته غبرګون وښودل شي.

ډېرو اندېښنه لرله چې د شمالي کوريا کمونيستي رژيم به د دغه هېواد د بنسټ ايښودونکي، کيم ايل سونګ، د زېږېدنې ۱۰۵مه ورځ په دې پلمه وکاروي چې يو توغندی يا اتومي بم وازموي. پيونګ يانګ دغه اندېښنې په قسمي توګه پوره کړي دي. د شپې له خوا يو ناڅرګند ډول توغندی، بندري ښار، سينپو، ته څېرمه ويشتل شوی دی. خو دغه توغندی لږه موده وروسته چاودلی او ازموينه په دې ترتيب ناکامه شوې ده. دغه خبره د جنوبي کوريا د دفاع وزارت او هم په واشنګټن کې پېنتاګون تائيد کړې ده.

آيا وضع به نوره پسې ترينګلې شي؟

د متحده آيالاتو خبري چېنل، سي ان ان، رپوټ ورکوي چې پېنس په الاسکا کې و کله چې د راکټي ازموينې په هکله معلومات ورکړل شول، چې ورپسې يې له ولسمشر ترمپ سره هم تماس ونيو. ولسشمر او د هغه پوځي مشرتابه هم له پېښې څخه خبر ول، دغه خبره د دفاع وزير، جيمز ماتيس، له پېښې څو ساعته وروسته وکړه. په جاپان کې هم چې د مرستيال ولسمشر د لس ورځني سفر بل تماځای دی، ښايي د کوريا په نيمه ټاپو کې وضعيت مهم رول لوبولی وي.

دا په داسې حال کې ده چې د واشنګټن او پيونګ يانګ تر منځ لهجه په تېرو څو ورځو کې تنده شوې ده. د امريکا متحده آيالاتو په دې وروستيو کې اعلان کړی و چې د شمالي کوريا د ګواښ له کبله به «پوځي لارې چارې» وپلټي. يو څو ورځې مخکې ولسشمر ترمپ د الوتکو يوه لېږدونکې کښتۍ او نورې جنګي بېړۍ هم د کوريا نيمه ټاپو ته استولې وې.

ترمپ اعلان کړی وو چې شمالي کوريا «يوه ستونزه ده چې غم به يې وخورو.» په تکرار سره يې ګواښ کړی وو چې د شمالي کوريا د اتومي پروګرام پرمختګ به د اړتيا په صورت کې په يو اړخيزه توګه ودرول شي. د شمالي کوريا مشرتابه دغه اخطارونو ته هم تند غبرګون ښودلی دی. پيونګ يانګ له دې مخې دې ته چمتو دی چې «يوې هر اړخيزې جګړې ته د بشپړې جګړې د لارې جواب ووايي»، دغه خبره چوې ريونګ های، وکړه چې د شمالي کوريا دويم قدرتمن مشر دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.12.2016):