1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوريا رهبر په رسنيو کي راڅرگند سو

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۲۲, سه‌شنبه

د شمالي کوریا مشر کیم جان اون، په وروستیو وختونو کې په رسنیو او عام محضر کې نه راڅرگندې دی. په دې سره په لوېدیځه نړۍ کې د هغه د قدرت او پر واک قبضې په اړه پوښتني رامنځ ته شوې. خو هغه اوس بیا په رسنیو کې راڅرگند شوی دی.

https://p.dw.com/p/1DVF8
انځور: picture-alliance/dpa/Rodong Sinmun

د شمالي کوریا دولتي تلویزیون د سه شنبې په ورځ وویل چې د دغه هیواد مشر کیم جان اون، په پینگیانگ کې د کور جوړوني د یوې نوي پروژې لیدنه کړې ده.

دولتي رسنۍ ویلي دي: «د دغو ودانیو بهرنۍ برخه چې د رنگونو په لیکو سینگار شوې وه کیم جان اون ولیده او رضایت یې څرگند کړ. هغه وویل چې دغه کرښې ډیري ښایستې ښکاري.»

تر دې رپوټ دمخه د سپتمبر له دریمې نیټې راهیسې کیم چې ښايي ۳۰ یا ۳۱ کاله عمر ولري په دولتي تلویزیون کې نه وو لیدل شوی. تر اوسه پوري لا د جنوبي کوریا چارواکو د کیم د وروستيو تلویزني څرگندیدو په اړه څه نه دي ویلي.

د سپتمبر میاشتي په وروستيو وروځو کې د پارلمان په غونډو کې د کیم نه حاضریدل د هغه د اوسیدو ځای په اړه پوښتني راپورته کړې.

د کیم د روغتیا په اړه ځینې پوښتني د روان کال په جولای میاشت کې رامنځ ته شوې. په دې وخت کې ويل کيږي چي هغه د پښې د تکليف له کبله د تگ پرمهال ستونزي لرلې. په سپتمبر میاشت کې د کوریا دولتي تلویزن وویل چې کیم له یوې ناراحتۍ سره مخامخ دی.

نړیوالو رسنیو د جمعې په ورځ یووار بیا هغه وخت د کیم د روغتیا او له رسنیو څخه د پټېدو په اړه رپوټونه خپاره کړل چې د یو لړ ډیرو مهمو دولتي مراسمو د مېلمنو په نوملړ کې کیم جون اون شامل نه وو.

له بلې خوا بیا د جنوبي کوریا د اتحاد وزارت ویاند لیم بیونگ چیول، خبریالانو ته ویلي دي چې له شمالي کوریا څخه یوه راغلي اهیئت د جنوبي کوریا چارواکو ته خپل سلامونه رسولي دي. له دې څخه دا خبره هم تر یوه حده پوري واضیح شوې وه چې شمالي کوریا اوس هم د کیم جون اون له خوا اداره کیږي.

کیم جون اون درې کاله دمخه له هغه وروسته چې پلار یې مړ شو، د شمالي کوریا واک په لاس کې واخیست.