1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سپینې ماڼۍ د ستراتیژۍ مشر ګوښه شوئ

۱۳۹۶ مرداد ۲۸, شنبه

په داسې حال کې چې د افغانستان له پاره د امریکا د ستراتیژۍ د بشپړیدو او اعلان له پاره ټول شیبې شماري، خو په دې حالت کې د سپینې ماڼې د ستراتیژئ مشر له ندې ګوښه کړل شوی دی او بیرته خپلې پخوانې دندې ته ګرځیدلی دی.

https://p.dw.com/p/2iVGt
USA | Steve Bannon
انځور: picture-alliance/AP Images/A. Harnik

سپینې ماڼۍ د امریکا د ولسمشر دونلد ترمپ د ټاکنو د اصلي ټاکونکي کس په هکله د میاشتو راهیسې خپرو شوو آوازو ته د جعمې په ورځ د پای ټکی کیښود او په دې سره ستیف بینون چې د سپینې ماڼۍ د ستراتیژۍ جوړولو مشر وو له شپږ میاشتیني خدمت وروسته له دندې ګوښه کړل شوی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هوکابي ساندرز وویل چې همدا نن جمعه  به د ستیفن بینون د کار وروستی ورځ وي او وايي چې ترمپ خپل د ستراتیژۍ د مشر د ګوښه کیدو اقدام کړی دی.

ساندرز د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې «د سپینې ماڼۍ د دفتر مشر جان کیلي او د سپنیې ماڼۍ د ستراتیژۍ مشر ستیف بینون په ګډه نن دې توافق ته رسیدلي چې نن به د هغه د کار وروستی ورځ وي.» په اعلامیه کې د بینون له کارونو او خدمت څخه مننه شوې او هغه ته یې د ښو چارو هیله کړې ده.

محفاظه کاره بینون چې تر دې مخکې د برایتبارت نیوز مشر وو د سپین پوستو په ګټه په تعصب تورن وو او داسې ویل کیږي چې د اګست میاشتې په ۷ نیټه یې ولسمشر ترمپ ته خپله استعفا وړاندې کړې وه خو د ځینو موضوعاتو او دلایلو له امله ولسمشر ترمب د هغه د استعفا منل وځندوله. بینون څه موده مخکې له یوه خبریال سره په مرکه کې د شمالي کوریا په وړاندې د ترمپ د سیاست خلاف خبرې کړې وې او ویلي یې وو چې د شمالي کوریا د موضوع د حل له پاره په قطعي ډول پوځي حل ناممکنه دی

د اپوزیسیون د ماتولو له پاره چمتووالی

له دندې تر ګوښه کیدو یواځې څو ساعتونه وروسته، بینون بلومبرګ نیوز ته د دې خبرې پخلی وکړ چې د ځینو خنډونو او ستونزو سربیره هغه د ترمپ د مخالفینو پر وړاندې د مبارزې ډګر ته ورځي. په ورته وخت کې برایتبارت هم دا تائید کړې چې د دوی پخوانی مشر بینون یو ځل بیا د دې ښي اړخي پاروونکې خبري ویباڼې ته د مشر په توګه ورګرځي.

Charlottesville Demonstration Nazi Flagge Rechtsradikalismus
جمهورریس ترمپ ښئ اړخي افراطیان او مظاهره کوونکي په یوه قطار کي راوستلانځور: picture-alliance/NurPhoto/E.Molli

 

بینون د «ویکلي سټندرډ» په نامه یوې محافظه کارې مجلې ته وویل چې «د ترمپ ولسمشري چې موږ ورته مبارزه وکړه او موږ وګټله، اوس پای ته رسیدلې.» هغه زیاتوي چې اوس هم موږ ستر غورځنګونه لرو او موږ به د ترمپ د ولسمشرۍ نه یو څه جوړوو.

بینون همدا راز وویل چې هغه به برایتبارت نیوز د عوامپاله او ملت پاله سیاستوالو پراجندا باندې د بریدونو له پاره وکاروي او وايي چې په دوی کې جمهوري غوښتونکي هم شامل دي. بینون زیاتوي چې «زه به حتماً دغه اپوزیسیون مات کړم.»

داسې اټکل هم کیږي چې سپینې ماڼۍ ته د دفتر د رئیس په توګه د امریکا د سمندري ځواکونو د پخواني جنرال جان کیلي راتګ د بینون د گوښه کیدو اصلي لامل وي. ویل کیدل چې کیلي د بینون په دنده باندې له سره کتنه کوله ترڅو د سپینې ماڼۍ په داخل کې او د کارکوونکو ترمنځ اړیکې لا ښې شي او کارونه په مؤثریت سره ترسره شي.

پر ورته موضوع زموږ د آرشیف څخه انځوریز البوم(20.05.2017)