د سپتمبر د یوولسمي پیښي په هکله نوي انځورونه
۱۳۹۴ مرداد ۵, دوشنبهد امریکا متحدو ایالاتو ملی آرشیف اوس د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتمبر د یوولسمی پیښې پر وخت د جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش د دفتر داسي عکسونه خپاره کړي چی تر اوسه پوري چا نه ول لیدلي.
د "Boston Globe" په نامه ورځپاڼي په حواله څه د پاسه ۳۵۰ دغه ډول نوي عکسونه خپاره سوي دي. په دغو عکسونو کی د مثال په ډول ښودل کیږي چی څرنگه ولسمشر بوش د خپل مرستیال دیک چینی او د ملي امنیت سلاکاري کوندولیزا رایس سره څنگ پر څنگ ولاړ دی او د وارخطایی او غم نخښي یې په مخونو کي له ورایه ښکاري.
اسلامی ترهگرو هغه وخت د دوو تښتولو سوو الوتکو په وسیله د نړیوال تجارت هسکو ودانيو او د یوې بلي الوتکي په وسیله د پنتاگون پر ماڼۍ برید تر سره کوي. څلورمه الوتکه بیا د متحدو ایالاتو د پنسلوانیا ایالت په شنکسویلي کي را وغورځول سوه.
د "Boston Globe" ورځپاڼه لیکي چي مستند جوړونکي د دغو عکسونو د خپرولو غوښتونکي سوي او ادعا یې کوله چي آزادو معلوماتو ته د لاس رسي قانون پر اساس یې باید دغو عکسونو ته لاس رسی موندلی وای. فلم جوړونکې کولیت نایروز هانا، ویلي چي دا په دې خبره پوه وه چي دیک چیني په پر له پسې ډول د یوه عکاس له خوا عکاسي کیږي. دا زیاتوي چي اوس مو تر ۱۴ کاله ځنډ وروسته دغه عکسونه بلاخره تر لاسه کړل او امریکایان په خپله دا قضاوت کولای سي چی هغه وخت د سپتمبر د یوولسمي یښي په اولو ۲۴ ساعتونو کی څه پیښ سول.