د سيمي او نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کي
مولوي سراج خادمي د بې پلوټه الوتکي په بريد کي وژل سوی
د حقانې شبکې لوړ رتبه قومندان مولوي سراج خادمي په پاکستان کي د امريکايي هوايي بريد په نتيجه کي وژل سوی دی. د پکتيکا ولايت چارواکو ويلي چي دغه قومندان چي په پکتيکا کي يې و وسله والو ته د وسلو د برابرولو دنده په غاړه درلوده، د سه شنبې په ورځ لا د څلورو نورو وسله والو سره وژل سوی دی. د حقاني شبکه د پاکستان څخه په افغانستان کي د بريدونه طرحي جوړوي او عملي کوي يې.
اسرائيل د اردن سيند لوېديځې غاړي ته نور عسکر لېږي
د هغه وروسته چي په تل ابيب کي په يو وسله وال بريد کي څلور انسانان ووژل سول، لومړي وزير بنيامين په نوو اقداماتو سره غبرګون ښودلی دی. نوموړي ويلي چي د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کي به «تعرضي او دفاعي» اقدامات وسي. په عيني حال کي د اسرائيل پوځ ويلي دي چي دوه اضافي کنډکونه به د اُردن سيند لوېديځي غاړي ته ولېږدوي.
په بغداد کي دوو چاودنو ۲۱ انسانان ووژل
د عراق په پلازمېنه بغداد کي د دوو چاودنو له کبله لږ تر لږه ۲۱ انسانان وژل سوي دي. د پوليسو په وينا په دغو چاودنو کي لږ تر لږه ۶۰ نور انسانان ژوبل سوي هم دي. لومړی د بغداد په ختيځه برخه کي د موټر يو بم وچاودېد چي پکښي ۱۷ انسانان ووژل سول. دويمه پېښه د بغداد په شمال کي هغه وخت رامنځ ته سوه، کله چي يو ځانمرګي بريد ګر د پوځ پر يوه پوسته بريد وکړ او درې انسانان يې ووژل.
الشباب: ۴۳ ايتوپيايي عسکر مو په بريد کي وژلي
تندلارې اسلامپالې ډلې الشباب د افریقایي اتحادیې پر یوې اډې باندې برید کړی دی او د هغوی د خپلو معلوماتو له مخې ۴۳ ایتوپایي عسکر یې وژلي دي. د نوموړې افراطې ډلې په وینا د دوی یوه جنگیالي د چاودیدونکو توکو ډک موټر د ایتوپیایي عسکرو مرکز ته ورننه ایستلی او چاودنه یې ورکړې ده. ایتوپیایي عسکر په سومالیه کې د یوه سوله ساتې ماموریت برخه ده. د ځواکونو یوه ویاند ویلي دي چې عسکرو يې ۱۱۰ جنگیالي وژلي دي.
لمرت از اردوغان به خاطر حملۀ لفظی اش شدیداً انتقاد کرد
ناربرت لمرت رئیس پارلمان آلمان تهدید ها علیه نمایندگان ترک تبار این پارلمان را شدیداً محکوم کرد. لمرت در مورد رجب طیب اردوغان رئیس جمهور ترکیه گفت: «این را که یک رئیس جمهور منتخب در قرن ۲۱ انتقاد اش از قطعنامۀ پارلمان آلمان در مورد قتل عام ارمنی ها را با تردید در مورد منشاء ترکی برخی از نمایندگان منتخب پارلمان آلمان ارتباط می دهد و خون این نمایندگان ترک تبار را آلوده می خواند، ممکن نمی دانستم».
اوباما د ولسمشرۍ په ټاکنيز کامپاین کي دخيل سو
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما بالاخره په انتخاباتي مبارزاتو کې دخیل سو او خپل گوند یې یووالي ته را وبولی. هغه له سناتور برني ساندرز څخه وغوښتل چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې خپلي گوندي ملگرې هیلري کلنټن ته تیر سي. اوباما د کلنټن له پاره د برني د تیریدنې په هکله وویل چې برني ساندرز ډیره انرژي لري او له خپلو نوو مفکورو سره یې په خپل دیموکرات گوند کې ډیر پرمختگونه رامنځته کړي دي.