1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې کاروان کابل ته ورسید

۱۳۹۷ خرداد ۲۸, دوشنبه

یو شمیر هغو ځوانانو چې له هلمند څخه یې د جګړې د بندیدو په موخه کابل ته پلي سفر پیل کړی وو، څلویښت ورځې وروسته کابل ته ورسیدل. تر دې دمخه په هلمند کي د سولې په موخه هم یوه خیمه درول شوې وه.

https://p.dw.com/p/2zkzL
Afghanistan Protest für Frieden
انځور: AFP/Z. Hashimi

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د جون اتلسمه) د هلمند د سولې کاروان پلازمینې کابل ته ورسید. دغو کسانو په ۴۰ ورځو کې تر ۵۰۰ کیلومتره زیات واټن پلي وواهه. دغه کاروان د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه څخه پیل شوی وو.

په لومړي سر کې په دغه کاروان کې نهه تنو ګډون درلود خو د خپل اوږد سفر په ترڅ کې ورسره خپل نور ملاتړي یو ځای شوي دي. هغوی کابل ته په داسې یوه وخت کې رسیږي چې د طالبانو له لوري اعلان شوی درې ورځنی اوربند پای ته رسیدلی.

حکومت تیره ورځ د خپل لوري د اوربند دغځیدو اعلان وکړ خو طالبانو د یکشنبې په ورځ وویل چې درې ورځنی اوربند یې ختمیږي او خپلو بریدونو ته به ادامه ورکړي.