د سولي پر فعالينو باندي بريد د بشريت دپاره توره ورځ ده
۱۳۸۹ خرداد ۱۱, سهشنبهد ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اسرائيلو دغه پوځي عمليات غندلی دی. د امنيت شورا وروسته تر 10 ساعتونو مشورتي خبرو اترو، نن په نيويارک کي هغه پوځي عمليات غندلي دي، چي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي سبب سوي.
په عيني وخت کي د اسرائيلو څخه غوښتنه سوي،چي هم نيول سوي بېړۍ او هم نيول سوي ملکي وګړي آزاد کړي.
د امنيت شورا ددې غوښتنه هم کړې،چي د پرون ورځي پيښه بايد د يوې ناپيلي ډلګي له خوا و څېړل سي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داوتگلو دغه پېښه د بشريت په تاريخ کي يوه توره ورځ بللې. او زياته کړې، چي په دې پيښي سره سړی د ترهګرو او د يو دولت ترمنځ توپير نسي کولای.
د اسرائيلي عسکرو په دې بريد کي 9 تنه د سولي فعالين ووژل سول.
وروسته تر هغه، چي اسرائيلي عسکرو پر هغه بېړيوباندي چي د غزې تراډي ته يې بشري مرستي رسولې حمله کړي او 9 تنه د سولي فعالين پکښي ووژل سول دترکيې د حکومت په غوښتنه په نيويارک کي د امنيت شورا يوه بېړنۍ غونډه جوړه سوه.
پر هغه بېړۍ چي بريد سوی دی، د ترکيې بيرغ باندي رپېدی. د سولي د فعالينو په دغه ډله کي، چي په بېړيو کي ناست ول، د لسو آلماني اتباعو په شمول د ډيرو هيوادونو دپارلمان غړي هم شامل ول.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير وويل: دغه عمليات سړي سمندري داړه ماري بللای سي،چي ديوه دولت له خوا تر سره سوي. په دې توګه اسرائيلو هغه حق د لاسه ورکړی چي د نړيوالي ټولني يو غړی وبلل سي.
هغه د امنيت شورا د 15 غړو هيوادونو د استازو څخه ددې غوښتنه وکړه، چي اسرائيل بايد د غزې دسيمي محاصره پای ته ورسوي. د امن د جرګې ډير غړي ددغه وړانديز څخه پلوي کوي.
د ملگرو ملتونو د سياسي چارو منشي اوسکار فرننديس وويل، چي که چيري اسرائيليانو دا غوښتنه چي په وار وار سوې ده، چي د غزې د سيمي محاصره دي ماته کړي منلې وای، ددې خونړۍ پيښي مخنيوی به سوی وای.
په امنيت شورا کي د اسرائيلو د سفير مرستيال دانيال کارمن ويلي دي، چي هره ورځ په کافي اندازه مواد د غزې سيمي ته ليږل کيږي، او هلته د بشري اړتياو کوم بحرا ن نسته.
دبيړيوکاروان، چي د غزې پر لور روان و، يو بشري ماموريت نه،بلکي برعکس د سولي تر نارو لاندي يې هڅه کيده، چي کرکي او دښمنيو ته لمن ووهل سي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون له دې امله سخته اندېښنه ښودلې او دغه عمل يې غندلی دی او ددې پيښي د ژر تر ژره څارلو خبره يې کړې ده.
Bodewein, Lena/ ضياالحق فضلي
کتونکی. زيارمل